1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د بيا رغوني د بهير يوه لويه لاسته راوړنه

په نوموړي مرکز کې 428 تنه زده کوونکي په حرفوي او فني زده کړو بوخت دي

د خياطۍ د ديپارتمينت زده کونکي

د خياطۍ د ديپارتمينت زده کونکي

د افغان کوريا د فني او حرفوي زده کړو د مرکز جوړيدل د فني اوحرفوي زده کړو په ډګرکي د افغانستان د بيارغوني د بهير يوه لويه لاسته راوړنه ده . دغه فني او حرفوي مرکز د کوريا د دولت د لسو مليونو ډالرو په مرسته جوړ سوى دى . په نوموړي مرکز کې 428 تنه زده کوونکي په حرفوي او فني زده کړو بوخت دي چي د زده کړي د ټاکلي مودې څخه وروسته د مرستيال انجنير په توګه ټولني ته وړاندي کيږي .

د مرکز رييس ښاغلى جان آغا عارفي د مرکز د جوړيدو په هکله وايي چي : دغه مرکز د هغه پروتوکول له مخه چي د کوريا هيواد د کوييکا د موسسې او د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت تر منځ لاسليک سوى، جوړ سوى دى . د ودانيو د جوړېدو، تخنيکي تجهيزات او کلنی ټول لګښت د کوريا د کوييکا د شرکت لخوا ورکول کيږي .

عارفي وايي چي : په سلو کي 50 زده کوونکي د ولاياتو څخه او50 د کابل له ولايت څخه نوموړي مرکز ته جذبوي .

په دې مرکز کي زده کونکي د عملي کار پر وخت

په دې مرکز کي زده کونکي د عملي کار پر وخت

د موټر د ديپارتمنت يو تن زده کوونکى د خپلو زده کړو په هکله وايي چي دوى د موټر د ترميم په برخه کي نظري اوعملي اړينه پوهه تر لاسه کوي.

د برېښنا او خياطۍ د څانګو دوه تنه نور زده کوونکي د خپلو زده کړو څخه راضي ښکاري او وايي چي د دوى لپاره ټولي آسانتياوي موجودي دي .

د کار او ټولنيزو چارو د وزارت مرستيال وزير ښاغلى پروفيسور واصل نورمهمند وايي چي، د افغان کوريا د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کي په شپږو بيلابيلو څانګو کي زده کوونکي روزل کيږي . د يادوني وړ ده چي د افغان کوريا د زده کړي مرکز د 2004 کال د جولاى په مياشت کي پرانستل سو او تر اوسه پوري څه د پاسه 1000 تنه له دغه فني او حرفوي مرکز څخه فارغ سوي دي .