1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د بوزنيا په جګړه کي په ډليزو وژنو تورن د صربيانو مشر نيول سو

نړيواله جزايي محکمه پر رادوان کاراچيچ، باندي دا تور لګوي چي دی په بوزنيا کي د 8000 مسلمانانو په وژلو کي لاس لري

په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ

په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ

د بالکان په سيمه کي دجګړې يو نامتو شکمن جنايتکار رادوان کراچيچ تر د 13 کالو پټ ژوند څخه وروسته د قانون منګلو ته ورغلی دی .

دغه خبر پرون ماښام د صربستان د ولسمشر د دفتر له خوا خپور سوی او په خبر کي ويل سوي دي چي، د صربستان امنيتي ځواکونه دکراچيچ په پيداکولو او نيولو بريالي سوي دي.

نن د جګړې د شکمن جنايتکار، 63 کلن کاراچيچ څخه په بلګراد کي دهغي محکمې له خوا لومړني تحقيقات سوي چي د جګړې د جنايتکارانو محکمه بلل کيږي .

د کاراچيچ د نيولو د خبر په اوريدو سره په سرايوو کي په زرهاو خلګ کوڅو او بازارونو ته راووتل او لوی جشن يي جوړ کړی

د کاراچيچ د نيولو د خبر په اوريدو سره په سرايوو کي په زرهاو خلګ کوڅو او بازارونو ته راووتل او لوی جشن يي جوړ کړی

په نړيواله سويه اروپايي ټولني، ملګرو ملتونو او نورو مخورو سياسي شخصيتونو او دبشري حقونو پلوي سازمانونوله دې څخه ډيرښه هرکلی کړی دی، چي دبالکان دسيمي دجګړې يو نامتو ګوماني جنايتکار د قانون منګلو ته سپارل سوی دی.

کاراچيچ او دپخوانۍ يوګوسلاويا پخوانی پوځي مشر راتکو ميلايچ د بالکان د جګړې هغه شکمن جنايتکاران بلل کيږي چي له ډيري مودې راهيسي دهاګ دنړيوالي جزايي محکمې له خوا د دوی د نيولو حکمونه صادر سوي دي.

رادوان کاراچيچ د بالکان د جګړې په وخت کي په بوزنيا کي د صربيانو مشر بلل کيدی .

د دن هاګ د نړيوالي جزايي محکمې له خوا چي، په نړۍ کي دجګړې د ګوماني جنايتکارانو د محاکمه کولو دپاره جوړه سوې ده، په رادوان کاراچيچ باندي دا تو ر لګوي چي دی په بوزنيا کي د 8000 مسلمانانو په وژلو کي لاس لري .

په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ او د پخوانۍ يوګوسلاويا پوځي مشر راکو ميلاچيچ، د بالکان د جګړې شکمن جنايتکاران بلل کيږي

په بوزنيا کي د صربيانو مشر رادوان کاراچيچ او د پخوانۍ يوګوسلاويا پوځي مشر راکو ميلاچيچ، د بالکان د جګړې شکمن جنايتکاران بلل کيږي

رادوان کاراچيچ د 1945 ميلادي کال دجون دمياشتي پر 19 نيټه دصربستان دپات نيچکا په کلي کي زيږيدلی دی . دی په اصطلا دميز ترشا يو شکمن دجګړې جنايتکار بلل کيږي .

که سړی د ده و ظاهري بڼي ته وګوري چي شيک ګرځي نيکټايي تړي اوښې دريشۍ اغوندي نو هيڅ څوک پر ده باندي دا ګومان نه کوي چی هغه دي د 8000 انسانانو په وژلو کي لاس ولري .

رادوان کاراچيچ د 13 کالو را پديخوا پټ ژوند کوۍ که څه هم چي څو څو واري دمخه د ده د نيولو دپاره هڅي سوي وې، خو دغه هڅي بريالۍ نه وې . داسي ګومان کيږي چي، کاراچيچ، د بوزنيا او منتي نګرو د ښارونو ترمنځ په يوه کليسا کي تر اوسه ژوند کاوه.کاراچيچ، دطب په څانګه کي خپل تحصيلات بشپړ کړي، د روحياتو سره هم علاقه لري او شاعر هم دی.

اړوند مطالب