1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د بودجې نه شتون د لویو بندونو د نه جوړیدو اصلي لامل

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت چارواکي وایي چې د بودجې د کمښت او خراب امنیتي وضعیت له کبله تر اوسه پورې د لویو بندونو په جوړولو نه دي توانیدلي. دغه چارواکي په عین حال کې د ځینو لاس ته راوړنو خبره هم کوي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزارت د مدیره هیأت مشر ويس الرحمن آریا، له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کې وویل: «د هر بند جوړول له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه تر یوه میلیارد ډالرو پورې لگښت لري [...] خو موږ تر اوسه پورې د بندونو د پروژو د تمویل له پاره د یوه قوي دونر [مرسته کوونکي] په موندلو نه یو توانیدلي.»

آریا روښانوي چې د څیړنو له مخې د کونړ، کیلگي، کوکچې او د افغانستان پر نورو سیندونو باندې د بریښنا د بندونو د جوړلو امکان شته خو د هغه په خبره د دغو بندونو جوړول ډیر وخت، څیړنو او همداراز ډیرو پېسو ته اړتیا لري: «د څیړنو له مخې یوازې د کونړ پر سند باندې په اته ځایونو کې د بریښنا د بندونو جوړولو امکانات شته.»

افغانستان اوس د خپلې اړتیا وړ ډیره بریښنا له گاونډیو هیوادونو څخه واردوي. ډیر شمیر افغانان پر حکومت باندې نیوکه کوي چې په تیرو یوولسو کلونو کې یې د بریښنا د تولید په برخه کې اساسي پروژې نه دي تطبیق کړي. دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او بریښنا وزارت د مدیره هیأت مشر بیا ادعا کوي چې وزارت یې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې کافي هلې ځلي کړي دي.

آریا په وروستیو لسو کلونو کې د افغان حکومت لاس ته راوړنې د خړوبولو د سیستم د اصلاح، د اوبو د سرچینو د انکشاف، د سیندو د غاړو د ساتنې، د سیندونو د حوزو د مدیریت او د ظرفیتونو د لوړولو په ملي برنامو کې خلاصه کوي.

په افغانستان کې د بريښنا د توليد بندونو د جوړلو بهیر په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې پيل شو. د کجکي، نغلو، سروبي، قرغې او سلطان بندونه تر۱۹۶۰ پورې جوړ شول. خو په دې هیواد کې د بریښنا د بندونو د جوړولو بهیر د کورنیو جگړو تر پیلیدو وروسته په ټپه ودرید.

تر هغه وروسته چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم ړنگ شو افغان حکومت یو ځل بیا د بندونو جوړولو او بريښنا د تولید پروژو ته خپل پام واړوه. په دې ترڅ کې یو شمیر لویي پروژې د بهرنیو مرستندویه هیوادونو له خوا تمویل شوي، خو په خپله افغان حکومت هم له خپلې بودجې څخه د یو شمیر پروژو په تطبیقولو لاس پورې کړ. آریا په دې هکله وایي: «يوه پروژه د شاه عروس رود په نوم د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې ده، بله د مچلغو په نوم د پکتیا په ولایت کې ده، په هرات ولایت کې د پاشدان په نوم پروژه، په فاریاب کې د المار پروژه او د بند کمال خان پروژې ټول د افغان حکومت له خپلې بودجې څخه تمویلیږي او کوم بهرنۍ هیواد یې پېسې نه ورکوي.»

امنیت تر ټولو لویه ستونزه

د افغانستان د اوبو او بريښنا وزارت د مدیره هیأت مشر ويس الرحمن ويسا، د دویچه ویله د بیارغونې د ځانګړې خپرونې میلمه وو روښانه کړه چې د بندونو د جوړلو ځینې پروژې د امنیتي ستونزو له کبله دورول کیږي. هغه وویل چې په ځینو مواردو کې دغه وزارت ان خپل انجینران او نور کارکوونکي له لاسه هم ورکړي دي. آریا زیاته کړه: «زموږ هغه پروژې چې له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ دي د المار، کمال او سلما بندونو پروژې دي.»

په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بریښنا سکتور پر ودې باندې په میلیونو ډالر لگیدلي دي خو اوس هم د دغه هیواد ډیرو برخو ته بریښنا نه ده رسیدلې.