1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د بهرمېشتو افغانانو نظرونه ولي نه اورېدل کيږي؟

که بهر مېشت افغانان خپل تاريخي رسالت ته په رښتينې بڼه متوجه سي، او په بهرکي ئي له سياسي گوندونو او ددغو هيوادو له وتلو علمي او منلو شخصيتونو له کړونه زده کړي په هيواد کي به د ډيرو ستونزو په له منځه وړلو کي مرسته وکړي.

حبيب الله غمخور

حبيب الله غمخور

د بن لمړۍ کنفرانس چي د ۲۰۰۱زکال د ډيسمبر د مياشتي پر پنځمه پداسي شرايطو کي داير شو، چي د طالب چارواکو د حاکميت جرړي لا په ټول هيواد کي نه وي ايستل شوي، يوې او بلي خوا ته په هيواد کي د طالبانو د حاکميت د نسکو ريدو لپاره جگړه روانه وه.

د طالبانو حاکميت چي د پاکستان تر نېغ مشرتابه لاندي ئي په افغانستان کي حکومت کاوه کړنو د افغانستان غوڅ اکثريت ولس له دوی نه بيزار کړ. هغه څه چي د طالبانو د حاکميت د چارواکو تر نامه لاندي سرته رسيدل د افغانانو د نا خوښئ لامل وگرځيدل.

دا لمر غوندي څرگند حقيقت دی، چي د افغانستان په تاريخ کي افغان ولس د بهرنيانو د حاکميت او نيغي سياسي سلطي منلوته غاړه نده ايښي او نه ئي پر خپله پاکه خاوره د پردو پوځي تيری منلی، خو دا ځل اولس دومره مجبور وو، چي په همدې بهرني تيري کښي ئي خپله روښانه راتلونکې ليدل، ځکه خو ئي د طالبانو د حاکميت نړول د هر چا په لاس چي وي ومنل.

په همدغو شرايطو کښي چي افغانان له يوې خوا له طالبانو خسته سوي ول او د بلي خوا د پردو پوځي ځواکو راتگ ورته گران بريښيده، حيران پاته وه چي څه وکړي د بن کنفرانس د۲۰۰۱کال د ډسمبر پر پنځه داير سو او نږدې يوه اونۍ ددي کنفرانس کار اوږد سو.

متاسفانه په کنفرانس کي گډون کوونکو هم په رښتيانۍ بڼه د افغان ولس استازي توب نسو کولای. پدې کنفرانس کي د افغان ولس په استازيتوب داسي کسانو ته بلنه ورکړه سوې وه چي يا افغان ولس تري بيزار وو، لکه شمالي ټلواله او د نظار شورا او يا په افغانستان کي چانه پيژندل لکه د قبرس او يا روم ډله.

په هر حال د ټولو ناخوالو او نيمگړتياوو سره سره د بن کنفرانس د موقتي، عبوري ادارو تر جوړېدو وروسته په افغانستان کي د خلکو لخوا د ولسمشر د ټاکلو، نيم بنده د موکراسۍ، مدني ټولنو او يو نسبتاً معاصر اساسي قانون د جوړيدو او تصويب لپاره امکانات برابرکړل.

په افغانستان کي سياسي او فرهنگي فعاليت ته د قانون په چوکاټ کي اجازه ورکړه سوه، همدا دليل وو، چي تر سلو زيات سياسي گوندونه راجستر او د سياسي فعاليت ډگر ته ئي ور ودانگل، داچي دوی څومره غړي او پلويان درلوده او يايي څومره وکولای سول د يوه سياسي قوت او ملت ته د يوه مسئول او متعهد ځواک په توگه د خدمت جوگه شي دا بېله خبره او ټول پري خبردي.

يو مهم ټکی چي بايد ددوهم بن کنفرانس جوړونکي ورته جدي پام وکړي هغه په کنفرانس کي د گډون والو مسله ده.

که په تير کنفرانس کي د افغانستان د ټولو ډلو، او گروپونو، په بهرکي ميشت افغان روڼ اندو ته د فعال گډون امکانات برابرسوي وای، پدې ډاډه يم چي د بن لمړۍ کنفرانس او د هغه پريکړي به د ملت د استقبال او هرکلي وړ گرځيدلي وای.

همدا ډول تر لمړي کنفرانس وروسته بيا تر اوسه نه پوهيږم چي د کومو دلايلو له مخي د افغانستان په اړوند د ټولو نړيوالو کنفرانسونو او غونډو په هکله زموږ بهرميشتو افغانانو څخه چي زيات شمير ئي د عالي او مسلکي تحصيلاتو خاوندان او پداسي مسائيلو کي پوره ونډه اخيستلای شي نه چا پوښتنه ترې کړي او نه ئي د گډون لپاره وربللي دي.

د بلي خوا په بهرکي مېشت افغان روڼ اندي اوددوئ په وجود کي سياسي ډلي او گروپونو، خپلواکو څيرو او شخصيتونو هم پدي تيرو لسو کلونو کښي متاسفانه د سياسي منظم فعاليت د تنظيم او پر نړيوالي ټولني باندي د سياسي فشار راوستو جوگه نسول چي هغوئ مجبور سي د افغانستان د برخليک ټاکلو په اړوند د بهرمېشتو افغانانو نظرونه واوري.

په بهر کي مېشتو روڼ اندو او د هغوئ سياسي ټولنو ونسوه کولای په منظم ډول د نړيوالي ټولني پام ځان او د هيواد په اړه ددوئ غوښتنو او وړانديز اوريدو ته را واړوي، يعني دا تريخ حقيقت بايد ومنل سي چي دوئ په بهرکي د يوه سياسي او حقوقي ځواک په توگه تر اوسه مطرح نه دي.

پدې لس کاله کي د ملي گټو څخه دفاع د منظم او تشيکيلاتي بڼي په پرتله په انفرادي شکل غښتلي ول. بې شميره افغانانو د ليکنو په مرسته چي د انترنيت پاڼو په مټ ئي خپروي خپل ږغ تر ولس او نړيوالو پوري رسولی دی او يا ئي هم کله ناکله د ډله ييزو رسنيو څخه په استفادې سره د افغانستان د ناخوالو په هکله د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.

متاسفانه د هغو مختلف النوع سياسي، مذهبي، ژبني، قومي، سمتي او نور سليقوي زړو او شاته پاته تعصباتو او تربگنيو په پايله کي بهرميشتي روڼ اندي پدي ونتوانيدل، چي دلته په اروپا، امريکا او د نړۍ په نورو هيوادو کي ددغوهيوادو دولتي چارواکو پام ځانته راواړوي.

له بده مرغه دوی همږغي نلري، په مختلفو نومونو او تهمتونو يو د بل پر خلاف زيات تبليغات کوي، تردې کچي چي کله کله ئي سړۍ په اوريدو شرميږي.

ددې خبرو دليل دا دی چي دوئ پر تشکيلاتي جوړښتونو نه سره جوړيږي، هر يو ځان او يا د ځان پلويان ددغه ياهغه تشکيلاتي جوړښت په مشرتابه کي د ځاي لرلو مستحق بولي او د هغوئ له گټو نه دفاع کوي.

حقيقت خو دا دي چي موږ ټول د نړيوالي ټولني په گډون د سولي د راتلو لار د افغان ولس اساسي دنده او صلاحيت بولو؛ مگر په عمل کښي پدې ټکي باندي يا تر اوسه پوه سوي نه يو چي ترهرڅه وړاندي د افغانانو تر منځ يووالی، يو او بل ته درناوی، يو د بل خبري ته غوږ نيول او په گډو د ملي مسلي د حل لاري لټولو ځواک او واک نه استفاده زموږ کاردی، او يا خو تر خپلو شخصي او ډله ييزو گټو نه يو تيرسوي.

پدې باور يم که په بهر کي مېشت افغانان خپل تاريخي رسالت ته لکه د نړۍ نور ولوسونه په رښتيانۍ بڼه متوجه سي او په بهرکي ئي له سياسي گوندونو او ددغو هيوادو له وتلو علمي او منلو شخصيتونو له کړونه ئې زده کړي او د هغوئ له کاري اوعلمي تجريبو نه د خپل هيواد د ملي او کلتوري شرايطو په نظر کي نيولو سره سالمه او گټوره استفاده وکړي په افغانستان کي به د ډيرو ستونزو له منځه وړلو سره مرسته وکړي.

دلته دې ټکي ته په تکرار گوته نيسم، دا دی اوس يو ځل بيا د روان کال د ډسمبر پر پنځمه د شاوخوا((۹۰)) هيوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو او په سلهاو نړيوالو ټولنو د استازو په گډون د جرمني د بن په ښار کي د بن دوهم نړيوال کنفرانس جوړيږي.

که پدې کنفرانس کښي هم د تير کنفرانس په دود د کنفرانس تر جوړيدو له مخه مقدماتي کار ته پاملرنه ونسي او په بهرکي د هر هيواد په کچه د افغان روڼ اندو سره مشوري ونسي او د هغوئ نظريات وا نه وريدل سي اودوئ ته ددې کنفرانس په کارکښي د فعال گډون امکانات برابر نسي دا کنفرانس به هم لکه د بن لمړۍ او راوروسته نور نړيوال کنفرانسونه د افغان ولس د منلو وړنه وي، او پريکړي به ئي نه دا چي پر ځای، بلکي د افغان ولس او نړيولو د غوښتني سره سمي هم نه وي او پلي کول به ئي هم له ستونزو او نيمگړتيا و سره مخامخ وي.

پدې هيله چي نړيواله ټولنه او خپله بهر ميشتي افغان روڼ اندي خپل تاريخي مقام، مسئوليت او دي ټکي ته چي دوئ د زياتو ملي خدمتونو جوگه کيدای سي پام وکړي. نړيواله ټولنه وخت ناوخت د افغانستان د برخليک ټاکونکو مسائيلو په اړوند له بهر ميشتو افغان روڼ اندو سره اړيني مشورې وکړي، د هغوئ نظرونه واوري او هغوئ ته پدې پروسه کي د فعال گډون امکانات او زمينه برابره کړي. ښه ئي ويلي دي چي: ((ترکاڼي د بيزو کار نه دی )).

حبيب الله غمخور

کتونکی: نجيب الله زيارمل

اړوند مطالب