د بن لادن کورنۍ له پاکستان څخه ايستل کيږي | دويچه ويله پښتو | DW | 17.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د بن لادن کورنۍ له پاکستان څخه ايستل کيږي

د القاعدې د ترهگرې شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو تقريبا يوکال وروسته اوس د ده کورنۍ له پاکستان څخه ايستل کيږي.

د بن لادن د کورنۍ مدافع وکیل د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د بن لادن درې ښځي، اته اولادونه او يو لمسی بايد سبا چارشنبه د پاکستان څخه ووزي.

دوی شايد سعودي عربستان ته واستول سي، کوم چي د بن لادن د دوو ماندينو هيواد دئ. د هغه ځای څخه بيا کيدلای سي د ده ځوانه ماندينه د خپلو کوچنيانو سره يو ځای خپل هيواد يمن ته ولاړه سي.