1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د بن تر لومړي کنفرانس وروسته د افغان حکومت لاسته راوړني

لس کاله د مخه په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ تر پرځيدو وروسته له ډيرو افغانانو سره د حکومتي او قانوني تشي د ډکولو انديښني وې او ټولو دا فکر کاوه، چي د پخوانيو جګړه مارو ډلو په ننوتو سره به يو ځل بيا جګړې رامنځ ته شي.

د ولسمشر کرزي کابينه

د ولسمشر کرزي کابينه

هغه وو چي د ملګرو ملتونو په نوښت دبن کنفرانس د۲۰۰۱کال د نومبر په ۲۷ د همدغه ښار د پیترسبېرګ تاريخي هوټل دغوڼدو په تالار کي پيل شو، په کنفرانس کي د افغانستان د يو شمېرجنګي ډلو، د روم او قبرس بهيراو له پيښور څخه د افغان مهاجرينو يوشمير استازو ګډون درلود.

په بن کنفرانس کي د يو شمير نورو مهمو پريکړو ترڅنګ په افغانستان کي د حکومت والي لپاره هم پر يو چوکاټ باندي هوکړه وشوه. په کنفرانس کي پريکړه وشوه چي په افغانستان کي لنډ مهاله اداره د قدرت د رسمي انتقال سره سمه رامنځ ته شي.

د قدرت د انتقال نيټه د ۲۰۰۱ميلادي كال د دسمبر ۲۲مه وټاكل شوه. مؤقته اداره د يوه رئيس، پنځومرستيالانو او ۲۳غړو څخه عبارت وه، په پريکړو کي د اِضطراري لويي جرګې د رابللو لپاره د يوه ځانګړي خپلواك كمېسيون، د افغانستان د ستري محكمې او نورو هغو محكمو چي د مؤقتي ادارې له خوا منځته راځي جوړول شامل ول.

د مؤقتي ادارې او ځانګړي خپلواك كمېسيون جوړښت، دندي، او اجرايوي كار دودو نه په دي هوکړه ليک كي په پام کي نيول شوي ول.

همدا راز د بن په هوکړه کي ويل شوي وو، د لنډ مهالي ادارې له جوړولو وروسته به د شپږو مياشتو په موده كي بېړنۍ لويه جرګه رابلل كيږي، دا اضطراري لويه جرګه به د انتقالي واكمنۍ او د پراخ بنسټه ادارې په هكله پريكړه كوي.

نوموړې اداره به تر هغه وخته پوري د افغانستان مشرتوب كوي تر څويو بشپړ نماينده حكومت د آزادو او عادلانه انتخاباتو له مخي منځ ته راځي، دغه انتخابات بايد له اضطراري لويي جرګېو وروسته د دوو كالو په موده كي وشي. د انتقالي واكمنۍ د جوړښت نه د اتلسومياشتو په اوږدو كي د اساسي قانون دتصويب لپاره بايد لويه جرګه راوبلل شي.


چي په دي توګه د بن په کنفرانس کي په افغانستان کي د حکومت دارۍ لپاره يو ميکانيزم په پام کي ونيول شو، وروسته په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سازمان د نماينده ګۍ افغان دولت او نړيوالي ټولني په ګډو هڅو د حکومت دارۍ په برخه کي همدغه ميکانيزم عملي شو.

د بن له پريکړو سره سم لويي بيړنۍ جرګې انتقالي حکومت وټاکه ورپسي په ټاکل شوې موده کي د اساسي قانون لويه جرګه جوړه شوه او اساسي قانون يې تصويب کړ، پارلماني او ولسمشريزي ټاکني ترسره شوې، نوی پارلمان رامنځ ته شو او ولسمشر د خلکو له خوا وټاکل شو.

د دي ترڅنګ افغانستان په دي موده کي د بن کنفرانس د پريکړو په رڼا کي ځيني نوري لاسته راوړني هم لرلي چي د يادولو وړ دي لکه د اساسي قانون جوړيدل، د نوو بانک نوټونو چاپيدل، د ولسشمرۍ او پارلمان ټاکني، د مخابراتو په برخه کي د پام وړ پرمختګونه، د ګڼو ښوونځيو اوشخصي پوهنتونونو پرانستل کيدل، د مطبوعاتو آزادي، د افغانستان د نړيوالو اړيکو پراختيا، د سړکونو او لويو لارو جوړيدل، د ځينو غير مسؤلو وسله والو ډلو خلع سلاح کول او د بيا رغوني په برخه کي د ځينو کارونو يادونه کولای شو.

خو د دغو برياوو ترڅنګ په تيرو لسو کلونو کي افغانستان له ځينو ننګونو سره هم مخامخ وو که موږ په ژوره توګه د بن کنفرانس د پريکړو د پلي کولو بهير ته ځير شو راته څرګنده به شي چي له يوې خوا د بن کنفرانس د ترکيب له مخي ډيري ستونزي درلودې او له بلي خوا دغه پريکړي چي څه ناڅه په بيړه وشوي سمي عملي نه شوي.

NO FLASH Afghanistan Kabinett Wirtschaft

د بن په کنفرانس کي د افغانستان ځيني مطرح ډلي او قشرونه له نظره غورځول شوې وی، جنګسالاران او د بشري حقونو ناقضين پر افغانستان وتپل شول چي په نتيجه کي يوه ناکاره او غيرمتعهده اداره رامنځ ته شوه. د جګړه مارو ډلو اړوند کسان چي تر دي د مخه يې د قدرت لپاره کلونه کلونه له يوبل سره جګړې کړي وې، په نوې اداره کي سره راغونډ شول او د دې پرځای چي د دولت عمومي اهدافو ته ژمن واوسي خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته يې ترجيح ورکړه.

ځکه خو افغانانو په تيرو لسو کلونو کي د خپلي کابيني د غړو او نورو چارواکو ترمنځ د نظر يووالي ونه ليد. همدغو جنګسالارانو له حکومتي واک څخه په ګټي اخيستني سره هر يوه په زرګونو جريبه دولتي او شخصي ځمکي غصب کړې چي د يوې شميرني له مخي اوس په افغانستان کي کابو څلور ميليونه هکتاره ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده.

اداري فساد ورو ورو وده وکړه او اوس اوج ته رسيدلی، چي دا پخپله له حکومت څخه د ملت په ليري والي کي اغيزناک وو. نا امني زياته شوه دبشري حقونو د ځينو ډلو د رپوټونو له مخي له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۱۰کال پوري په چاودنو،ځانمرګو بريدونو، بمباريو او نښتو کي له لسو زرو زيات افغانان وژل شوي او دروان ۲۰۱۱کال په اوږدو کي يوه زياته اندازه ور اضافه شوي هم ده.

ويل کيږي په اوسنيو جګړو کي هره ورځ کابو ديرش تنه افغانان وژل کيږي، چي د دغو جګړو او نا امنينو په مخنيوي کي د افغان او نړيوالو ځواکونو هڅي تر ډيره بې پايلي دي، نه يوازي په کوردننه کي داسي امنيتي ستونزي شته، بلکي د افغانستان ګاونډيان ايران او پاکستان هم کله نا کله د افغانستان پر سرحدي سيمو يرغلونه کوي چي دې خبري د افغانانو نهيلۍ نوري هم پسي زياتي کړي دي.

سره له دي چي د ملکي اداري دچارو د اصلاح لپاره د بن د کنفرانس دپريکړو له مخي د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون رامنځ ته شو خو لکه څنګه چي هيله کيده کارونه يي هومره اغيزمن نه دي، له يوي خوا پخپله په همدي کميسيون کي اداري فساد شته او له بلي خوا په دولتي ادارو کي د ګومارلو پخواني عنعنوي سيستم چي په ډيرو لږو اصلاحاتو او لږو لګښتونو اغيزمن واقع کيداي شواي له منځه ولاړ.

لا تراوسه هم واليان، ولسوالان او نور جګپوړي چارواکي د تنظيمونو او د هغوئ د مشرانو په مشوره ټاکل کيږي، نه د اداري اصلاحاتو د کمېسيون په معيارونو. په نتيجه کي مجرب او پاک نفسه کارکوونکي يا له کاره ګوښه شوي او يا په مناسبو ځايونو کي په کار نه دي ګومارل شوي.

په حقيقت کي چي څومره وخت د بن له کنفرانسه تير شوی په هماغه کچه حکومت ددغو پريکړو له پلي کولو څخه واټن نيولی دی. زياتره پريکړي د قانوني بنسټونو او ادارو پرځای د ډلو د مشرانو له خوا کيږي چي دا پخپله د ښې حکومتدارۍ د منځ ته راتلو په لاره کي يو خنډ بللای شو.

د بن په پريکړو کي ټينګار شوی وو چي د بشري حقونو د سرغړونکو د بخښلو واک څوک نه لري او د همدې لپاره د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د جوړولو پريکړه شوې وه دا کمېسيون جوړ شو خو تراوسه نه يوازي د بشري حقونو سرغړونکي محاکمه شوي نه دي، بلکي پر لوړو دولتي څوکيو کار کوي، چي په تيرو لسو کلونو کي يي واک ورځ په ورځ پسي زيات شو.

اوس چي افغانستان د بن د دويم کنفرانس په درشل کي قرار لري، ټاکل شوې د روان کال د ډسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د افغانستان په اړه د بن دوهم کنفرانس جوړشي او نړيواله ټولنه د دې ترڅنګ چي له افغانستان سره خپلي ژمني يو ځل بيا نوي کوي، په تيرو لسو کلونو کي د افغان دولت ستونزي او برياوي څيړي، او له افغان دولت سره د ذکر شويو او ځينو نورو ستونزو او ننګونو په اړه خپله اندېښنه شريکوي، افغان دولت ته په کار ده يو ځل بيا له دغه فرصت څخه مناسبه ګټه پورته کړي.

دغه کنفرانس ته چي په اوسنيو شرايطو کي د افغانستان لپاره ډير مهم دی له سنجول شويو پروګرامونو سره ولاړ شي د موجودو ستونزو او ننګونو په هکله نړيوالي ټولني ته قانع کوونکي ځوابونه وړاندي کړي او د دغه کنفرانس له لاري له موجودو ستونزو څخه د بريالي وتو لاري چاري ولټوي.

علم گل سحر

کتونکی: نجيب الله زيارمل