1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

«د بندیانو تبادلې د سولې د خبرو له پاره لاره هواره کړې»

له پنځو تنو طالبانو بندیانو سره د یوه امریکايي سرتیرې تبادله په واشنگټن کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوه. خو د افغانستان د چارو کارپوه گوپال، وایي چې د تبادلې دغه معامله ښایي د سولې د خبرو اترو له پیلیدو سره مرسته وکړي.

دویچه ویله: د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هېگل افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکایي سرتیر بو برگدال، آزادیدل د ده د کاري دورې مهمه موضوع بلل کیږي. د چک هېگل او بارک اوباما له پاره د بندیانو دغه تبادله ولې دومره مهمه ده؟

انند گوپال: برگدال د افغانستان په ۱۳ کلني کړکیچ کې یوازینې جنگي بندي دی. دا په پوځي برخه کې وروستی پاتې شوی مشکل وو چې باید له منځه وړل شوای وای. تاسو پر دې پوهیږی چې متحده ایالات اصولا خپل سرتیری شاته نه پریږدي.

پر دې سربیره په ټولیز ډول دې ته له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلیدو له پاره د اعتماد د فضا د رامنځ ته کیدو د احتمالي اقداماتو په سترگه هم کتل کیدای شي. طالبانو له کلونو راهیسې د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده، د بېرگدال په بدل کې د گوانتانامو له زندان څخه د پنځوو طالب بندیانو آزادیدل. په تیرو کلونو کې په دې برخه کې هڅې شوې وې، خو ناکامه شوې وې. دې ته اوس سړی د یوه پرمختگ په سترگه کتلی شي. په حقیقت کې دا د سولې د خبرو اترو د پیلیدو له پاره لومړنی احتمالي گام گرځیدلای شي.

دویچه ویله: د طالبانو د پنځو جگپوړو چارواکو د تبادلې پریکړه، د جمهوري غوښتونکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده. آیا تاسې فکر کوئ چې دغه پریکړه د متحده ایالاتو پر ملي امنیت کوم تأثیر پرې باسي؟

انند گوپال: نه، زه داسې فکر نه کوم. په حقیقت کې زما په نظر دا د متحده ایالاتو ملي امنیت ته تقویت ورکوي. د هغې علت دا دی چې دغه پنځه جگپوړي طالبان قطر ته ځي. د پنځو بندیانو کیسه جالبه ده ځکه چې دغو ټولو د تسلمیدو او په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲م کلونو کې یې د اړخ د بدلولو هڅه کړې وې. که چیرې دغه کسان نیول شوي نه وای، ښایي ډیری یې د افغان حکومت غړي وای.

د بیلگې په توگه، له دغو پنځو بندیانو څخه یو تن د حامد کرزي له قبیلې سره تړاو لري. هغه هڅه کړې وه چې له افغان حکومت سره یو ځای شي خو دی پاکستان ونیو، متحده ایالاتو ته یې وسپاره او هغوی بیا گوانتانامو ته واستاوه. یو بل تن په اصل کې د افغان حکومت غړی وو. هغه د طالبانو پخوانی غړی وو چې د حامد کرزي له حکومت سره شامل شوی وو خو د یوه جنگسالار د غلطو استخباراتي معلوماتو له کبله ونیول شو او گوانتانامو ته واستول شو. نو دغه خلک به د جگړې پر ډگر کوم اغیز ونه لري. هغه څه چې د دې خلکو آزادیدل کولای شي دا دي چې کیدای شي په احتمالي ډول د قضیې د اوارولو چانس لا پسې زیات کړي.

دویچه ویله: د قطر حکومت د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د یوه منځگړي په توگه نقش ولوباوه. د دې خبرو اترو وروسته آیا تاسې فکر کوئ چې متحده ایالات اوس هم دا ادعا کولای شي چې له ترهگرو سره خبرې اترې نه کوي؟

انند گوپال: طالبان د یوې تروریستي ډلې په توگه نه گڼل کیږي. دغه ډله د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ترهگرې ډلې په توگه نه ده نومول شوې. د طالبانو یو شمیر انفرادي کسان د متحده ایالاتو په تور لست کې شامل دي. خو د یوې ډلې په توگه طالبان ترهگر نه گڼل کیږي.

دویچه ویله: جمهوري غوښتونکي پر ولسمشر اوباما تور پوري کوي چې له گوانتانامو څخه یې قطر ته د بندیانو د انتقالولو له پاره د کانگرس غړو ته د اړین ۳۰ ورځني وخت په نه ورکولو سره له قانون څخه سرغړونه کړې ده. تاسو دې موضوع ته څرنگه گورئ؟

انند گوپال: هغوي ښایي سمه خبره کوي. د اصولو له مخې باید هغوی ته ۳۰ ورځې تر مخه خبر ورکړل شي، چې ولسمشر دا کار و نه کړ. ښایي مونږ په واشنگټن کې له دې امله د یوې بلې سیاسي افتضاح شاهدان اوسو. که څه هم ښایي د بنغازي د قضیې په کچه نه وي، خو له هغې څخه لږ څه په ټیټه سویه.

دویچه ویله: تاسو مخکې هم دې خبرې ته اشاره وکړه، آیا دغه معاملې ته په کتو سره له طالبانو سره به د نورو خبرو اترو له پاره دروازې پرانیستل شي؟

انند گوپال: دې ته په اصطلاح د اعتماد جوړولو اقدامات وایي. دواړه اړخونه دې ته اړتیا لري چې بل اړخ ته یو څه ورکړي چې په پرتلیزه توگه په آسانه ډول د اقداماتو له پاره د اعتماد فضا رامنځ ته کړي. هیله کیږي چې له دې سره به ځنډیدلې خبرې اترې پیل شي.