1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د بلګراد په کوڅو کې د مهاجرو ناورین

د سربستان په پلازمېنه بلګراد کې په یوه ستره ودانۍ کې چې دیوالونه یې هم په دودونو تور شوي دي، په دې ساړه ژمي کې په لسونه ځوان مهاجر تر یوې کمپلې لاندي راټول شوي، څو ځانونه ګرم وساتي.

د دوی زیاتره یې په افغانستان او پاکستان کې له خپلو کورنیو څخه ځکه جلا شوي چې په اروپا کې ښه ژوند او کار وموندي. خو دوی اوس دلته له ډېرو ستونزو او بې سرنوشتۍ سره لاس او ګریوان دي. په ورته وخت کې اروپايي هیوادونو د مهاجرو پر مخ خپلې دروازې هم تړلي دي.

د پاکستان اوسیدونکی ۲۳ کلن وسیم افریدي هم یو له هغو کسانو څخه دی چې اروپا ته د تلو له پاره دلته بند پاته دی. هغه وايي: «موږ د کریسمس په تمه یو. کیدای شي دوی په دې ورځ پولې پرانیزي.»

د ملګرو ملتونو اداره وايي چې د بلګراد ښار په دې څنډه کې کابو ۱۰۰۰ مهاجر ژوند کوي او د دوی زیاتره يې د اورګاډي د تم ځای او د ساوا د سمندرګي خواته د عصري اپارتمانونو د جوړیدو د سیمې په منځ کې په دې ویجاړه ودانۍ کې ژوند کوي.

د شپې له خوا په دې سیمه کې د تودوخې درجه تر صفر هم ټیټیږي. افریدي چې د پاکستان د قبایلي سیمې څخه راغلی وايي: «د هري ورځې په تیردو سره هوا نوره هم سړیږي.»

د مهاجرو د اوسیدو په دې ودانۍ کې د ککړې هوا له امله د انسان سترګي اوښکي کوي او د ستوني د تخریش احساس پیدا کیږي. دغه کډوال د خپلو ځانونو د ګرم ساتلو له پاره هر څه سوځوي. د دوی ډیر بختور یې پر یخو سیميټو فرش لري او بیا زیاتره یې د کارتن پر کاغذونو پراته وي. له دوی څخه څوک چې له خپلو کمپلو را پورته شي، ستړیا یې په څیره کې له ورایه لیدل کیږي او د ګرمیدو له پاره ګرم چای او یوه ټوټه ډوډۍ خوري.

هرڅوک چې له خوبه وختي راپورته شي، د ګرمو بشکو خواته ورمنډه کوي، څو خپل لاس او مخ و مینځي.

په دې مهاجرینو کې ځینې یې کم سنه هلکان هم دي. خو هغوی نه غواړي چې د مهاجرو له ۱۳ مرکزونو څخه یوه ته هم ولاړ شي. د سربستان د مهاجرت ادارې په حواله په دې مرکزونو کې شاوخوا ۵۳۰۰ مهاجر ځای پر ځای شوي دي.

 سربستان د بالکان هيوادونو پر لار پروت هیواد دی او له ۲۰۱۵م کال راهیسې د آسیاي، منځني ختیځ او افریقايي مهاجرو یوه اصلي لار ګڼل کیږي چې د روان کال په مارچ میاشت کې وتړله شوه.

افغان مهاجر محمد درویش وايي چې نه غواړي د مهاجرو مرکز ته ولاړ شي، ځکه د هغه په وینا چارواکي یې بیرته بلغاریا ته انتقالوي او موږ اړ یو چې د راتګ له پاره قاچاقبرانو ته بیا پیسې ورکړو.

درویش چې ۱۷ کلن دی له یو کال راهیسې یې د اروپا پر لور مهاجرت پیل کړی دی. هغه وايي چې د خپلې ځمکې په خرڅولو یې اروپا ته د تګ له پاره قاچاقبرانو ته ۷۰۰۰ یورو ورکړي دي. له دوی څخه نورو یې د سفر د مصرف له پاره خپلې هټۍ او څاروي پلورلي دي.

د مهاجرو له دې ډلې څخه ځینو یې په ناقانونه توګه هنګري او کرواشیا ته د تګ هڅې هم کړي دي. د سربستان برعکس هنګري او کرواشیا د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دي. يو بل افغان مهاجر ۱۵ کلن احسان الله وايي: «هغوی موږ پولې ته څیرمه ونیولو او له وهلو ډبلو وروسته یې بیرته دلته راولیږلو.» احسان الله وايي چې سربيان ورسره ښه رویه کوي او هغه غواړي چې لندن ته ولاړ شي او وايي چې هلته یې تره ژوند کوي.

د دوي د ژوند د کیسو پخلی مشکل دی او دا هم ویل ستونزمن دي چې آیا دا کیسې به له دوی سره د پناه غوښتنې په پروسه کې مرسته وکړي او که نه.

په دې هکله افریدي وايي چې هغه په پاکستان کې د پولیو د واکسین په یوه کمپاین کې برخه اخیستې وه چې په دې کار سره طالبان سخت په غوسه شوي.

هاشم ضیاالحق هم د افغانستان د مشرقي سیمې اوسیدونکی دی او له خپلو دوو نورو کوچنیو وروڼو سره یو ځای مهاجر شوی وايي چې هغه د سړک جوړونې په یوه شرکت کې کار کاوه او په دې تورن دی چې له غربیانو سره یې مرسته کوله او د وطن د پریښودو پرته یې بله لار نه لرله.

هغه وايي که چیرته مې د حل بله لار درلودای آیا ما به خپله میرمن، څلور کلن زوی او خپل مور او پلار یوازي پریښې وای. هغه وايي: «اروپا د پخوا اروپا نه ده. پخوا له مهاجرو سره په دې ډول رویه نه کیده.»

په کمپله کې پیچلي، ۲۳ کلن محمد خان چې د پاکستان اوسیدونکی دی او په روانه بڼه په انګلیسي خبرې کوي، ډیر په غوسه دی: «اروپایان وايي چې دوی د بشر حقوقو ته درناوی کوي. هغه پوښتنه کوي چې په دې منفي پنځه، منفي اوه او منفي لس درجه کې چیرته دي د بشر حقوق؟

هغه نه غوښتل چې ووايي چې ولې د خپل هیواد پریښودو ته اړی شوی دی. هغه یوازې وویل: «هیڅوک هم نه غواړي چې پرته له کوم دلیل څخه خپل هیواد پریږدي.»

نور مطالب:

DW.COM