په بروکسل کې د مهاجرت نوي قانون پر ضد مظاهرې
۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبهله بروکسل څخه د فرانسې خبري آژانس د ورکړل شوي رپوټ پر اساس، شاوخو ۲۵۰۰ کسانو د چهارشنبې په ورځ په دغه ښار کې مظاهرې وکړې. هغو د مهاجرت نوی قانون او په ځانګړې توګه په «بندو مرکزونو» کې د مهاجرو ماشومانو د ساتنې په اړه اعتراضونه وکړل. د مظاهره چيانو په منځ کې چې ډیر شمير کورنۍ او ماشومان هم ول، شعارونه يې ورکول چې «مونږ ماشومان نه بنديانوو.»
د پوليسو د ارقامو په حواله، په دغو مظاهرو کې ۱۵۰۰ کسانو ګډون کړی وو، خو د مظاهرې تنظيمونکو بيا د ګډونوالو شمير ۲۵۰۰ ښودلی دی.
د بلجيم د مهاجرت نوي قانون پر اساس چې تازه په اجرا کې لويدلی، حکومت کولای شي هغه کورنۍ «د اخراج بندو مرکزونو» ته وليږدوي چې د پناه غوښتنې پر دوسيو يې ټول قانوني پړاونه ترسره شوي او نورې تړل شوي وي.
د سه شنبې په ورځ لمړنۍ دا ډول يوه کورنۍ د بروکسل هوايي ډکر ته نژدې د اخراج يوه مرکز ته وې وړل شوه. دغه کورنۍ د صربستان څخه ده او د پناه غوښتنه يې رد شوې ده. ياده کورنۍ چې په ظاهر کې يې د پناه غوښتنې دوسيه تړل شوې، په اړه يې ويل شوي دي چې څو ځله د «مهاجرو له خلاصو استوګن ځایونو» څخه تښتيدلې ده.
د فرانسې خبري آژانس/ ن.ا / م .ک. ص
د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: