1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د بغل له بد بويه د خلاصون عجيبه لار

د بغل له بد بويه د خلاصون له پاره له ډېرو لگښتونو سره سره بیا هم ډېر انسانان له دغي ستونزي خلاص نه دي. اوس کارپوهانو له دغي ستونزي د خلاصون له پاره يوه عجيبه اسانه لار موندلې ده.

ډېر انسانان د بغل خولو د بد بوی د له منځه وړلو له پاره د خولو ضد سپرې پر رانيولو زياتي پيسې مصرفوي، خو د دغي ستونزي د له منځه وړلو لار د يوه بل انسان خولې دي.

د امريکا متحدو ايالاتو د سانتياگو ښار د کاليفورنيا پوهنتون يوه نوې څېړنه ښيي چي د کورنۍ د يوه داسي غړي چي د بغل خولو د بد بويي ستونزه نه لري په هغه بل پوري چي د بغل خولو د بدويي ستونزه لري و موږي، له دغي ستونزي خلاصيږي.

د دغي څېړني سرپرست ډاکټر کريس کولويرت، وايي د هغه کس د بغل د خولو باکترياوي چي زيات بوی نه لري، د هغه بل کس چي له بد بويه رنځ کالي په بغل پوري وموږي د بد بوی په له منځه وړلو کي مرسته کوي.

د دغي نظريې د اثبات له پاره داکټر کولويرت دغه ازموينه پر دوو غبرگولو ورونو کړې ده. دغو دوو ورونو يو يې د بغل له بد بويه رنځ گاله او هغه بل له دې ستونزي خلاص وو.

له هغه وروره چي د بغل خولو ئې بوی نه کاوه وغوښتل سول چي څلور ورځي حمام نه وکړي، څو باکترياوي ئې ډېري سي او هغه بل ته چي بغلونو ئې بد بوی کاوه وويل سول چي ښه حمام وکړي او د باکترياوو ضد صابون استعمال کړي.

وروسته بيا ډاکټر کولويرت د هغه ورور د بغل خولې چي بوی يې نه کاوه د هغه بل ورور د بغل په پوست پوري وموږلې او نتيجه ئې دا راووتله چي د هغه ورور چي بغل به ئې بد بوی کاوه، د بد بويي ستونزه بېخي له منځه ولاړه.

دغه ازموينه پر ۱۷ نورو کسانو هم وسوه او يوازي د يوه کس په استثنا سره په يوه مياشت کي د نورو ټولو کسانو د بغل بد بوی له منځه ولاړ.

اوس څېړونکي ډلي تلاښ کوي چي داسي لاري چاري ومومي، څو بې له دې چي د کورنۍ د غړي خولې وکارول سي باکترياوي جوړي کړي او دغه ستونزه له منځه يوسي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:

DW.COM