1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د بشرحقوق

د بشرحقوق هغه حقوق دی چی هرانسان یی دزيږيدوله شيبې راهيسی خاوند دی. داحقوق دطبعی قانون پربنسټ ولاړدی، ځکه نو د نورو قوانينو، تړونونو اوحقوقی جبری بڼوپراساس له انسان څخه نشی اخيستل کيدلای. هرانسان صرف ددې واقعيت له کبله چی انسان دی، ددې حقوقو خاونددی. مگردغه حقوق تراوسه لاهم دډيرودولتونولخواترپښولاندی کيږی.

د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د کميسون مشره مېرمن Najat Al-Hajjaji

د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د کميسون مشره مېرمن Najat Al-Hajjaji

دبشردحقوقودتاريخ په هکله په لنډډول سره ويلای شوچی ددغوحقوقوتاريخ داشرافيونوپرضد دټولنې د وگړود مبارزې یاجگړې له وخته پيل کيږی. .پدې اړوند په ١٢١٥ ميلادی کال کی Magna Charta Libertatum د يادونې وړدی.
دبشرمهمترين حقوق: د ژوندون اوجسمی سلامتۍ حق، د نظر، فکر، دين، سفر، معلوماتواوزده کړې آزادی.