د چين د خلکوجمهوريت له اقتصادی پلوه په ځليدونکی ډول وده اوپرمختگ کوی، خو د بشر د حقوقو د ښه کيدوپه برخه کی هرڅه ځای پرځای ولاړدی. د چين د خلکوپه جمهوريت کی د ٦٨ جنايتونولپاره د اعدام جزاټاکل شويده. د »تروريزم پرضدجگړې« ترپلمې لاندې، د اټکلونوله مخې، له ١٩٩٧ ميلادی کال راهيسی د کزينگيانگ په ولايت کی، څه باندی ٧٠٠ تنه مسلمان اويغور، د چين پرواکمنۍ باندی د نيوکو له کبله اعدام شويدی.