د بريتانيې د ښاروالۍ په ټاکنو کي د کیمرون گوند ماتې خوړلې | دويچه ويله پښتو | DW | 05.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د بريتانيې د ښاروالۍ په ټاکنو کي د کیمرون گوند ماتې خوړلې

په بريتانيه کي د ښاروالۍ په ټاکنو کي د لومړي وزير ډېويډ کېمرون گوند د سختي ماتي سره مخامخ سوی دئ. د سکاټلېنډ، انگلستان او وېلز د ۱۸۱ ولسواليو د ښاروالۍ په ټاکنو کي د کېمرون محافظه پال گوند په سلگونو چوکۍ بايللي دي. پدغو ټاکنو کي څرگنده بريا د کارگر گوند په برخه سوې ده. د لومړيو احصاييو له مخي د کېمرون د ټوريز گوند ۳۱ سلنه او د کارگر گوند ۳۸ سلنه رايي گټلي دي.

اړوند مطالب