1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د برلين مسجدونه به زياتره د عربي هيوادونو لخوا تمويل سي

د برلين په شالوتن بورګ سيمه کي د پلان سوو مسجدونو د جوړولو مصارف چي شپږ مليونه ايرو کيږي ډيره برخه به يي د خليج عربي هيوادونه ورکړي.

موږ د بنسټپاله اسلام استازيتوب نه کو

موږ د بنسټپاله اسلام استازيتوب نه کو

د برلين ديوې ټولني د مشرتابه غړي لويديا نوفال وايي، چي شپېته فيصده پيسې به د عربي هيوادونو د مسجدود خيريه ټولنو او نوري به په جرمني کي د بسپني د لاري راټولي سي. نوموړي وايي، د پيسو ورکونوکو هغه اندېښنې چي وايي په دې مسجدونو کي به افراطي اسلام ته وده ورکول کيږي پر ځای نه دي، او موږ د بنسټپاله اسلام استازيتوب نه کو. خو د آلمان د اساسي قانو د څارني مسولين وايي، چي دغه ګروپونه د مصر د اخوان المسلمين د افراطي ډلي سره اړيکي لري.

په مرسته کونکو هيوادونو کي د نورو ترڅنګ، د شارجې او دقطر خليفه هم شامل دي