1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د برلين لوی پارک که د مخدرو موادو بازار

د آلمان د پلازمېني برلين د ګيورليڅر پارک د مخدرو موادو د لوی بازار بڼه لري. دلته هره ورځ منع مخدر توکي رانيول کيږي. د دغه کاروبار مخه نيول آسانه کار نه برېښني.

د برلين د ګيورليڅر پارک پر تقريبا ۱۴ هکټاره مځکه جوړ سوی دی. دغه پارک ته هره ورځ په لسونو زره انسانان ورځي او هلته تفريح او ساعت تېری کوي.

دغه پارک ته پر نورو سربيره ډېري کورنۍ له خپلو ماشومانو سره ورځي او هلته د ژوبڼ او کورنيو حيوانات گوري.

خو د برلين دغه لوی پارک یو داسي لانجمن اړخ هم لري چي پوليس او سياستوال يې په اندېښنه کي کړي دي. دغه لانجه په دغه پارک کي د مخدرو موادو د ښکاره خرڅلاو او رانيولو ده.

په دغه پارک کي د ځوانانو کوچنۍ کوچنۍ ټولۍ تر سترګو کيږي چي زياتره يې د شمالي افريقا هيوادونو دي. د دغو ځوانانو اکثره په غير قانوني توګه آلمان ته راغلي او د پاتېدو رسمي اسناد هم نه لري.

دغه ځوانان د پارک و سېل کوونکو ته د مخدرو توکو د رانيولو وړانديزونه کوي. هغوی خلکو ته وايي: «سيګرېټی غواړئ؟ خبري راسره وکړه.»

د يو شمېر کتونکو له پاره د حيرانتيا خبره دا ده، چي د برلين او دغې ناحيې زياتره اوسېدونکي د مخدرو موادو دغه عام خرڅلاو ته د يو ګواښ په توګه نه ګوري.

هغوی بيا هم دغه پارک ته راځي او د مخدرو موادو غير قانوني خرڅلاو ته د خپل ساعت تېري او استراحت د مانع او خنډ په توګه نه ګوري.

کتونکي په دې نظر دي چي د اوسېدونکو د سړې سيني دغه چلن ښايي د برلين ښار يو د هغو خصوصيتونو څخه څرګندويي کوي چي ښاري شعار يې «خپل ژوند وکړه او نور خپل ژوند او کار ته پرېږده» دی.

د ګيورليڅر پارک د مخدرو موادو خرڅونکي زياتره د داسو هيوادونو او کلتورونو سره تړاو لري، چي مخدر مواد کارول که څه هم چي په قانوني توګه منع هم وي، خو په کلتوري توګه يوه عادي خبره ده.

خو هغه مخدر مواد چي دوی يې په دغه پارک کي خرڅوي تر اروپا دباندي هيوادونو نه دي راغلي، بلکي په خپله په اروپا کي جوړ سوي دي.

دا چي د مخدرو موادو زياتره خرڅونکي رسمي اسناد او د کار اجازه نه لري، وايي چي د مخدرو موادو خرڅولو ته اړ دي، څو خپلو کورنيو ته پيسې ولېږدولای سي.

د ګامبيا يو ځوان چي خپل نوم فونډې ښيي او په دغه پارک کي مخدر مواد خرڅوي وايي: «موږ دلته د ورځي تر ۲۰ او۳۰ يورو زیاتي نه ګټو.» د ايوب په نوم يې بل ځوان د هغه خبره تائيدوي او وايي چي ورځنۍ ګټه يې تر يادي اندازې زياته نه ده.

د برلين د پوليسو وياند وايي چي پوليسو د روان مېلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کي تر۱۵۰۰ زيات کسان په ګيورليڅر پارک کي نيولي دي.

د هغه په وينا د دغو کسانو۱۷۰ ئې د قانوني اسنادو نه لرلو په سبب نول سوي او نور ټول د مخدرو موادو د خرڅلاؤ په تور نيول سوي دي.

خو د مخدرو موادو کارونکي وايي، کله چي يې پوليس ونيسي نو يې مخدر مواد او پيسې ضبط کړي، په دې شرط که په لوی مقدار نه وي.

هغوی وايي چي تر هغه وروسته پوليس دوی محکمې ته نه بيايي، بلکي ورته توصيه کوي چي بيا داسي کار ونه کړي. خو که د مخدرو موادو خرڅونکی څو واري پرله پسې ونيول سي نو يې د محاکمه کېدو چانسونه زياتيږي.

يو مراکيشی ځوان وايي چي درې مياشتي د مخدرو موادو د خرڅلاؤ په تور بندي وو. خو کله چي يې بند پوره سو نو ورته وويل سول چي له آلمانه ووزي، ځکه چي د پاتېدو رسمي اسناد يې نه درلودل.

دغه ځوان وايي چي دی بيا هم په آلمان کي پاته سو او په ګيورليڅر پارک کي چکرونه وهي. هغه وايي: «موږ هره ورځ او هر ساعت دلته يو.»

DW.COM