د برلين له يوه موزيمه د سرو زرو سل کيلو سکه څرنگه غلا شوې؟
۱۳۹۶ فروردین ۸, سهشنبهپه ۲۰۰۷م کال کې په جاري کړل شوې دې سکه کې چې قطر یې ۵۳ سانتي متره او پيړوالی یې درې سنتي ميتره، سوچه سره زر کارول شوي دي. د سوچه زرو د کارولو له کبله دا سکه د نړيوالو ريکاردونو په کتاب «ګينز بک آف ورلډ ريکارډز» کې ثبت ده.
د ميوزيم وياند مارکوس فار وويل: «دغه سکه تيره شپه غلا شوې ده، او تر اوسه یې هيڅ درک نشته.»
نوموړي د نورو جزئياتو د ورکولو پرته وويل چې دا سکه له يوې شخصي زېرمي څخه د امانت په توګه اخيستل شوې وه، څو په موزيم کې نندارې ته وړاندي شي.
د برلين د پوليسو وياند سټيفان پيترسن، وويل چې غل سهار درې نيمې بجې د لرګي د يوې زينې په واسطه د کړکۍ له لاري ميوزيم ته په داخليدو توانيدلی دی. تر داخليدو وروسته یې د آلمارۍ ضد مرمۍ ښيښه ماته کړې او د پوليسو د رسيدو ترمخه یې سکه له ځانه سره وړې ده. د غلا له پاره کارول شوې زينه بيا د ریل تمځای ته څيرمه موندل شوې ده.
د پوليسو وياند دا ونه ويل چې آيا د څار کامرو ويډيو دوی ته رسيدلې او که نه. خو دا یې وويل چې غلا څو کسانو په شريکه کړې ده. دا چې په دغه وخت کې کوم ساتونکی په موزيم کې موجود وو او که نه، په دې اړه هم جزئيات ور کړل شوي نه دي. خو ويل شوي دي چې په دې اړه پلټني پيل شوي دي.
د دې سکې پر يوه مخ د ملکې اليزابت انځور او پر بل مخ د کاناډا د بيرغ نښان جوړ شوی دی. دا په ۲۰۰۷م کال کې د کاناډا د سرو او سپينو زرو د سکو د شاهي زيرمي له خوا جاري کړل شوې وه او د برلین ميوزيم ته د امانت په توګه ورکړل شوې وه. دغه سکه تر۲۰۱۰م کاله پورې د يوه نندارتون برخه وه.
د برلين د بوده ميوزيم د نارد سکو زيرمه د نړۍ په سترو زيرمو کې شمير کيږي او تر۵۴۰ زره زياتي سکې پکښې شته.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: