1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د برتانيې د بهرنيو چارو وزيره يو څو ورځې په افغانستان کې تېروي

وروسته له دې چې لويې برتانيې اعلان کړی و چې نور پوځيان به افغانستان ته استوي، د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزيره مارگرېټ بېکېټ د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د يو درې ورځني سفر په ترڅ کې کابل ته ورسېدله.

بېکېټ به له ولسمشر کرزي او نورو جگپوړو چارواکو سره وويني

بېکېټ به له ولسمشر کرزي او نورو جگپوړو چارواکو سره وويني

ټاکل شوې ده چې بېکېټ به له ولسمشر کرزي او نورو جگپوړو چارواکو سره وويني. د خبرو يوه موضوع به دا وي چې لويه برتانيا څنگه د افغان ولس دپاره خپلو هڅو ته د بيا رغاونې او د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې زور ورکولی شي. برتانيې د دوشنبې په ورځ ويلي وو چې 1400 نور سرتېري به افغانستان ته استوي، چې د هغوی څخه لوی شمېر به په ناکرار هلمند ولايت کې ځای په ځای شي. ولسمشر کرزي وويل چې دغه پرېکړه دا ښيي چې نوموړی هېواد په افغانستان کې د امنيت په راوستلو کې زيار باسي.