1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د بخښنې سازمان په ازربایجان کې د بشري حقونو پر وضعې نیوکه کړې

د بخښنې نړیوال سازمان په اذربايجان کښي د بشر د حقوقو پر وضع باندي انتقاد کړی دئ. د شنبې په ورځ په باکو کښي د ايرو وېژن کنسرټ دايريږي.
 
د دغه سازمان د  المانۍ برخي سکرتر ولفګنګ ګرېنڅ، په برلين کښي وويل چي په اذربايجان کښي اوس هم ۱۷ سياسي بنديان سته. په دغه هيواد کښي مظاهرې او احتجاجونه ټکول کيږي او د بيان آزادي نه سته.

ګرينڅ وويل چي له دغه کنسرت څخه بايد استفاده وسي او د دغه هيواد د بشر د حقوقونو وضعي ته باید توجه راواړول شي.