1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د بخښني نړيوال سازمان 50 کلن سو

مشهور آلمانی ژورنالست ګېرده روګه هم ددغه سازمان د بڼسټ اېښودونکو څخه دی .دی وایی امنستی انترنشنل د اوله سره دا کوښښ کړی چی د شرق او غرب او همدارنګه د دریمی نړۍ د هیوادونو د سیاسي بندیانو څخه ملاتړ وکړي.

المانی ژورناست گېرد روگه د بخښنې د سازمان د بنسټ اېښودونکو څخه دی

گېرد روگه د بخښنې د سازمان د بنسټ اېښودونکو څخه دی

د ۱۹۷۳ میلادی کال د سپتمبر په میاشت کی پوځیانو په چلی کی کودتا وکړه. د دیموکراتیکو انتخاباتو د لاری انتخاب سوی سوسیالست جمهور رییس سلوادور آلنده په نامعلومه ډول مړ سو. د اګوستو پینوچیت تر مشرتابه لاندي پوځ قدرت په لاس کی واخیسته او د سړې جګړې تر پایه یې دغه قدرت وساته.

په ۱۹۷۳ کال کی دغه حالت د روبین روییزښه په یاد دی. دی په هغه وخت کی د ځان په اړه وایی: چی یو ځوان معلم ؤ کله چی پنځه او یا شپږ تنه وسله وال کسان د خپلو تفنګچو سره راغلل او دی یې د صنف څخه په داسي حال کی چی درس یې ورکاوه ، بوتی. دی وایی:

« بیا یې نو زه د مکتب په سرای کی یوه دېواله ته ودرولم. داسې ښکارېده چی دوی به ما ووژني. خو بعضی وخت د سړي طالع کار کوي او زه هم په دغه وخت کي طالعمن وم دا ځکه چی د تفریح زنګ ووهل سو او په سلهاوو شاګردان خپل د صنفونو څخه د مکتب حویلۍ ته راووتل. په دې وخت کی نو دغو وسله والو کسانو ددې جرأت پیدا نکړ چی د دونه خلکو په مخ کی ما ووژني. په دې ډول یې نو زه بندیخانې ته بوتلم.»

یو کال وروسته نو روبین روییز د چلی د هیواد څخه لومړنی سیاسی مهاجر ؤ چی جرمني ته راغی. روییز او دده په ډول نور کسان په داسی حال کی چی بې ګناه وه ، زندان ته اچول سوي وه. دوی په زندان کی شکنجه سوي هم وه. دی په زندان کی د خپل حالت په اړه نه غواړی څه ووایی ، خو دا چی دی څنګه جرمنی ته راغی ، ښه یې په یاد دي. ځینی وخت به پیره دارانو ځینی دغه بندیان په امتحانی ډول کورو ته واستول تر څو پوه سي چی د چاسره ارتباط لري. روییز په زندان کی د یوه بل زندانی څخه د یو چا آدرس په لاس راوړ چی د هغه سره به کومک وکړي:

د بخښني د سازمان د پنځوسمې کليزي په ترځ کي د بشري حقونو لپاره لاريون

د بخښني د سازمان د پنځوسمې کليزي په ترځ کي د بشري حقونو لپاره لاريون

«زه بیا دغه سړي ته ورغلم او هغه د هیلموت فرینڅ په نامه د کلیسا یوه اسقف ؤ .ده زما سره مرسته وکړه او د یوه داسي سازمان نوم یې واخیستی چی دی هم پکښې ؤ خو ما نه پېژانده. دا د امنستی انترنشنل یا د بخښنی نړیوال سازمان ؤ. دا نو زما دپاره اول وار ؤ چی په ۲۳ کلنۍ کی می ددغه سازمان په اړه واورېدل. او هلموت فرینڅ ماته یوه مهمه خبره هم وکړه. ده وویل چی ته باید ددغه هیواد څخه ووزي. دا ځکه کله چی ته د یوچاسره وګورې ، بیا نو ته دغه بل څوک هم په خطر کی اچوې. ته هر هغه څوک چی ستا سره وینې په خطر کی اچوې.»

اسقف فرینڅ بیا دی یوه کورته بوتی چی نور مهاجر هم پکښي ناست وه. د پینوچیت حکومت په دې شرط دوی ته د هیواد څخه د وتلو یو سند ورکړ چی بیا به په هیڅ صورت بېرته چلی ته نه راځي. روییز زیاتوي:

« زه په داسی حالت کی جرمنی ته راغلم چی هیڅ شی می نه درلوده، بیا نو د یو ګروپ خلکو سره آشنا سوم چی زموږ سره به یې کومک کاوه. دا د چلي کمېټه وه. او بیا می د یو چا سره آشنایی پیدا سوه چی اریک دایل نومېده. دغه سړی د امنیسټی انترنشنل د یوې ډلی مشر ؤ. بیا می نو ده ته وویل چی کولای سم په دغه ګروپ کی کار وکړم. او د هغه راهیسي په دغه ګروپ کی کار کوم او اوس د هغه ویاند یم. »

مشهوره آلمانی ژورنالست ګېرده روګه هم ددغه سازمان د بڼسټ اېښودونکو څخه دی .دی وایی امنستی انترنشنل د اوله سره دا کوښښ کړی چی د شرق او غرب او همدارنګه د دریمی نړۍ د هیوادونو د سیاسي بندیانو څخه ملاتړ وکړي:

«دغه سازمان باید یو طرفه نه وي چی یوازی د یوه مشخص سیاسي ګروپ څخه ملاتړ وکړي. بلکې داسي یو سازمان وي چی د بیان د آزادۍ د پاره د سیاسي فعالینو څخه دفاع وکړي او پرې نږدي چی زندانونو ته واچول سي.»

وولفګنګ ویلش چی په ۱۹۶۴ کال کی ۲۰ کلن ؤ غوښتل یې د شرقي آلمان څخه غربي آلمان ته وتښټي. د شرقی آلمان پر حکومت باندی دده انتقادی شعرونه رسوا سول نو ځکه به دی تل د امنیتی ځواکونو تر نظارت لاندي ؤ چی بلاخره زندان ته واچول سو. دی وایی:

په ميونشن کي د گوانټانامو بې د زندان پر ضد د سازمان احتجاج

په ميونشن کي د گوانټانامو بې د زندان پر ضد د سازمان احتجاج

«زه په ۱۹۶۴ کال کی ځکه بندی سوم چی غوښتل می غربی آلمان ته وتښتم. ما غوښتل په هر صورت ددغه هیواد څخه ووزم. زما تېښته هره پلا د ناکامۍ سره مخامخ کېده.خو بلاخره په زندان کی واچول سوم. د صحی لحاظه زما حالت ډېر خراب ؤ موږ ته یې ډېره لږ ډوډۍ راکوله.»

ده بلاخره پر سګرت باندی د دغه زندان د حالت په اړه یو څه لیکل او بلاخره لیکلی وه چی زما ژوند وژغوری! په دې خبره د امنستی انترنشنل سازمان هم خبر سو او د شرقی آلمان حکومت ته یې پر له پسې خطونه واستول.دغه سازمان دده دپاره د غربی آلمان څخه یو وکیل هم ونیوی چی بلاخره یې پر حکومت باندی د ډېر فشار راوستلو په نتیجه کی دی په ۱۹۷۱ کال کی راخلاص کړ.

یوازی تېر کال دغه سازمان په نړیواله سویه په ۱۶۷ غونډو کي د زندانیانو څخه خپل ملاتړ ښودلی دی. په نړیواله سطحه په دغه سازمان کی درې میلیونه خلک کار کوي ددوی هدف دادی چی خلک د زندانونو او شکنجو څخه راخلاص کړي. همدارنګه د ناحقه محاکمه کېدلو ، او یا دخپلو د هیوادونو څخه دشړل کېدو څخه هم مخنیوی کوي. ددوی وظیفه داده چی د ځورېدلو کسانو سره مرسته وکړي.

زابينه ريپن بېرگر/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: احمدولي اڅکزی