1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د ا يساف دوه سرتيری د افغانستان په سويل کی وژل شويدی

کابل: د چارشنبی په سهار د افغانستان په سويل کی د يوې چاودنې له امله د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) دوه سرتيري وژل شوی او دوه نور ټپيان شويدی.

د افغانستان په سويل کې انگليسي عسکر

د افغانستان په سويل کې انگليسي عسکر

د چاودنې د لامل په هکله تر اوسه څه نه دی ویل شوی.دوه ورځی مخکی هم د کندهار په هوایی هډه کی د یوې چاودنې له امله دوه انګلیسی سرتیری وژل شوي او دوه نور ټپیان شوی وو.طالیان غواړی، چې له افغانستان څخه بهرني عسکر وباسي او د غرب په حمایه د کابل حکومت رانسکور کړی. افراطي طالبانو اعلان کړی دی، چې دوی به په راتلونکی کې خپل بريدونه لا زيات کړی.