1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د ایران ولسمشر د خپلې دندې لوړه وکړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني، په رسمي توګه د پارلمان پر وړاندې د خپلې دندې لوړه وکړه. د یو شمیر نورو بهرنیو هیوادونو د مشرانو سربیره افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دغه مراسمو کې ګډون کړی وو.

حسن روحاني د یکشنبې په ورځ د خپلې دندې لوړه وکړه. تیره ورځ د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي د هغه منظوري منلې وه. د لوړې په دغه مراسمو کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون وکړ. له افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ملتیا کوي.

د مالیزیا پخوانی صدراعظم ماهاتیر محمد او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو پخوانی مسوول هم د دغو مراسمو د ځانګړو میلمنو په کتار کې ول.

روحاني چې له ۱۹۸۰م کال څخه یې تر ۲۰۰۰م کاله پورې په پارلمان کې دنده تر سر کړې د روان کال د جون میاشتې پر څوارلسمه نیټه په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه.

نوي ولسمشر دوه اوونۍ وخت درلود چې د خپلې کابیني وزیران معرفي کړي، خو روحاني د لوړې د مراسمو وروسته خپل پشنهادي وزیران معرفي کړل.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست دریمه) د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي په رسمي توګه د حسن روحاني تاییدیدل منلي وو. خامنه اي د روحاني په ستاینه کې وویل:« د ولسمشر په توګه د داسې یو شحضیت په انتخاب کې چې څه د پاسه درې لسیزې یې د ایران د اسلامي جمهوریت په خدمت کې تیرې کړې، یو ښکاره پیغام نغښتی دی.»


خامنه اي له خپل نوي ولسمشر څخه وغوښتل چې د «لویدیځ پر وړاندې د جمهوري اسلامي له هدفونو څخه دفاع وکړي.» د ولسمشر په توګه د روحاني تر ټاکل کیدو وروسته دا هیلې پیدا شوې دي چې د ايران د اتومي چارو دغه پخوانی مرکچي به له لودیځ سره د خپل هیواد د اتومي شخړې د حل له پاره هڅه وکړي.