1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د ایران اقتصاد د بندیزونو تر فشار لاندې

د پیسو د نړیوالې راکړه ورکړې څخه د ایران بې برخې کول او د هغه د تیلو په سوداګریو بندیزونه، د دغه هیواد اقتصاد سخت تاواني کړی دئ. د رژیم په وړاندې د خلکو نارضایتی وار په وار زیاتیږي.

د جولاي له لومړۍ نیټې وروسته د ایران د تیلو پر وارداتو باندې د اروپا د اتحادیې بندیز نافذیږي. له دې سره د تهران پر ضد د نړیوالې ټولنې د بندیزونو فشار نور هم زیاتیږي. همدا اوس د تیلو له درکه د ایران په عایداتو کې سخت کموالی راغلی دئ. د ایراني کارپوهانو د وینا له مخې د اپرپل په میاشت کې د ایران د تیلو په صادراتو کې د تیر یو کال په پرتله یو پر څلورمه کمښت لیدل کیږي. په دې حساب، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ایران ته له دې امله د اټکل له مخې لس میلیارده ډالره تاوان اوښتی دئ.

د تهران مشري تر اوسه پورې هڅه کوي چې داسې وښیي چې ګواکې هیڅ خبره نه شته، «خیر او خیرت» دئ. د تیلو د صادرونکو سازمان اوپیک، په وروستی غونډه کې چې په وین کې دایره شوې وه، د ایران د تیلو وزیر رستم قاسمي، د اروپا د اتحادیې د تصمیم چې د ایران د تیلو پر رانیولو باندې بندیز لګولی دئ، خپله خواشیني څرګنده کړه. خو هغه وویل: «دا ډول اقدامات د تیلو د بازار ثبات ته تاوان اړوی.»

دا چې د ایران د ولس پر اقتصاد به څه اغیزه ولري، قاسمی ترې یادونه ونه کړه. خو له دې څخه ډیر مخکې د تیر میلادي کال په دسمبر کې د ایران د مرکزي بانک رئیس محمود بهرامي، دا ډول بندیزونه « د یوې بشپړې اقتصادي جګړې» په نامه یاد کړل. د هغه د وینا له مخې «تر نړیوالو بندیزونو لاندې وضعیت د یوې ریښتیني جګړې په پرتله ډیر زیات ستونزمن دئ.»

تبادله یي سوداگرۍ

ایران نه یوازې د خپلو تیلو له عایداتو څخه بې برخی شوی دئ بلکه له نړیوال تبادله یي سیستم، SWIFT، یا د پیسو د راکړه ورکړې څخه د ایران بې برخې کول د ایران په ټولې سوداګرۍ ناوړه اغیزه کړې ده. خو دا خبره رښتیا ده چې وایي:« احتیاج مادر ایجاد است»، چین او هند دواړه اوس د ایران تیل تر یوې کچې په خپلو مروجو پیسو، یعنی «یوان» او «هندي کلدارو» رانیسی. په یوان باندې بیا ایران له چین څخه مالونه اخلي. په حقیقت کې دغه ډول راکړه ورکړه د «جنس په جنس» سوداګرۍ ته ورته ده چې پايلې ئې ستونزمنې ښکاري.

له چین څخه د وارداتو په لست کې چې د ایران د ګمرکاتو د ادارې له خوا خپور شوی دئ، جای نمازونه، تسبیح، د وهلو دوری (قمچین) او د قبرونو د نښان ډبرې موندل شوي دي. دا ټول هغه اجناس دي چې په ایران کې هم تولیدیږي، خو ایراني سوداګر له مجبورې ورځي هغه په چینایي پیسو په ډیره ټیټه بیه رانیولي دي. دغه ډول سوداګري پر کورنیو محصولاتو باندې ډیره ناوړه اغیزه کوي.

له ګواښ سره مخامخ منځنۍ طبقه

نه یوازې د ایران د اسعارو سیکتور بلکه د صنایعو تولید هم د اقتصادي بندیزونو له امله رنځ وړي. په تهران کې د پروژو د تولید د فابریکې یو څښتن دویچه ویله (آلمان غږ) ته وویل:

« موږ د خپل کار له پاره خامو موادو ته اړتیا لرو چې باید له بهر څخه ئې راوغواړو. زما زیات مواد له آلمان څخه راځي.» هغه زیاته کړه: « اوس چې بندیز ولګول شي او موږ مواد ونه لرو، نو څه به تولید کړو. مجبوره یو چې خپل کارګران رخصت کړم .»

د یوې احصایې له مخې د ۲۰۱۱ کال د مارچ څخه د ۲۰۱۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې د فابریکو لږ تر لږه ۱۰۰ زره کارګران بیکاره شوي دي.

اقتصادي تورم

د بندیزونو سر بیره عام خلک د پیسو د بې ارزښته کیدو څخه رنځ وړی. د هر څه بیه لوړه شوې ده. د رسمی احصایې له مخې تورم په سلو کې ۲۰ ته رسیږي. خو د څارونکو په نظر ښایي له دې څخه هم ډیر لوړ وي. د ایران مروجې پیسې تومان د کال له پیل څخه تر اوسه پورې خپل نیمایي ارزښت له لاسه ورکړی دئ. د ایران د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې د یوه کال په موده کې د خوراکي توکو بیه له ۳۹ فیصدو څخه ۷۸ فیصدو ته لوړه شوې ده.

د ایران اقتصادي کړکیچ یوازې د بندیزونو له پیل څخه را په دې خوا ستونزمن شوی نه دئ، خو هغه اوس د دې هیواد د خلکو یوه ډیره پراخه برخه اغیزمنه کړې ده. دا چې د ایران پر سیاسی مشرې به دا وضعیت کومه اغیزه وکړي که نه، دا یوه بی ځوابه پوښتنه ده.

احدي شهرام/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض