1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ايران يو بل ساينس پوه ووژل سو

د ايران يو ساينس پوه نن د چارشنبې په ورځ په تهران کي د يو بم په چاودنه کي چي په موټر کي ئې ځای پرځای شوی وو، ووژل سو. ايراني چارواکي ددې پيښي پړه پر اسرائيلو ور اچولې ده.

مصطفي احمدي روشن په خپل موټر کي ووژل سو.

مصطفي احمدي روشن په خپل موټر کي ووژل سو.

د فارس نيمه دولتي آژانس خبر ورکړی دئ چي مصطفي احمدي روشن، چي ۳۲ کاله ئې د نطنز په اټومي بټۍ کښي د يوې برخي مشري کوله نن سهار ووژل سو.

آژانس د تهران د والي د مرستيال صفرعلي براتلو، په حواله ليکلي دي چي دا د اسرائيلو کار دئ:

«له دغه ډول مقناطيسي بم څخه د يو بل ايراني ساينس پوه په وژلو کي هم کار اخيستل شوی وو. دا د صهونيستانو(اسرائيلو) کار دئ.»

په تهران کي د شريف پوهنتون چارواکو ويلي دي چي مصطفي احمدي روشن د دغه پوهنتون د کيميا له څانګي څخه د فراغت سند ترلاسه کړی وو. د دغو چارواکو په حواله روشن اوس په دغه پوهنتون کي د روزونکي په توګه کار کاوه او ددې تر څنګ په ځينو علمي پروژو کي هم په کار بوخت وو.

د ۲۰۱۰ کال د نومبر په مياشت کي هم په يوه بمي چاودنه کي د ايران يو اټومي پوه ووژل شو او يو بل هم پکښي ټپي شو. ايران هغه وخت هم اسرائيل، د برتانيې او امريکا استخباراتي شبکې د دغه بريد تر شا وګڼلې.

د پيښي عيني شاهدانو د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي هغوی دوه کسان چي پر موټرسايکل سپاره ول وليدل چي د دغه اټومي پوه په موټر کي ئې بم ځای پرځای کړ. د رپورټونو په حواله يو لاروی هم وژل شوی دئ او په موټر کي سپاره دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

دا پيښه په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي د ايران او غربي هيوادونو تر منځ د دغه هيواد د اټومي پروګرام پر سر شخړه ډيره توده شوې ده.

د رپورټونو په حواله ايران د ۲۰ سلنه يورانيمو په غني کولو پيل کړی دئ. غربي هيوادونه شک لري چي ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅي کوي. خو ايران تل دغه تورونه ردوي او وايي چي اټومي پروګرام ئې سوله ييز دئ.

اسراييلو لا تر اوسه د ايران د تورونو په اړه څه نه دي ويلي خو پخوا ئې تل دغه شان تورونه رد کړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM