1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ايران ولسمشر د لومړي ځل لپاره په لبنان کي

ولسمشرمحمود احمدي نژاد په لبنان کي خپل سفر نن پيل کړ. دي د دوه ورځني سفر په ترڅ کي د لبنان له هغي سيمي څخه هم ليدنه کتنه کوي چي له اسراييلو سره ګډه پوله لري، کومه ليدنه کتنه چي نړيوال غبرګونه يي راپارولي دي.

د ايران ولسمشر په لبنان کي په يو سرخلاصي موټر کي

د ايران ولسمشر په لبنان کي په يو سرخلاصي موټر کي

د بيروت له هوايي ډګر څخه وتلي سړک کي بيړني حالت وضع شوي دي. ځکه چي د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په سر خلاصي موټر کي د خپلو لس ګونو زرو پلويانو په مخ کي چي د سړک دواړو خواوو ته ولاړ دي، د تيريدو په حال کي دی. د هغه د بدرګي لپاره شانداره مراسم نيول شوي، هري خوا ته د ايران زرغون، سپين او سور رنګي بيرغونه رپيږي. شا خوا ديوالونه د ميلمه او د ايران د انقلاب د مړه شوي مشرآيت الله روح الله خميني په انځورونو سينګار شوي دي.

احمد نژاد په لبنان کي داسي بدرګه شو، لکه چي په لويديځه نړي کي مينه وال د پاپ د موسيقي له کوم ستوري يا فلمي لوبغاړي څخه هرکلي کوي. د بيروت جنوب د حزب الله د واکمني ساحه ده، دلته هرڅه د دغه ګوند په اختيار کي دي. که څه هم لويديځ حزب الله يو تروريستي سازمان بولي، خو په لنبان کي هغه نه يواځي يوه ستره پوځي ډله ده، بلکه د دي هيواد په سياست کي هم لاس برتوب لري. د دغي ډلي استازي په پارلمان او د لبنان د لويديځ پلوي کابينه کي ناست دي.

که څه هم احمدي نژاد د لبنان د ولسمشر له خوا چي يو مسيحي دي، بلل شوي دي، خو د هغه د سفر وياړ حزب الله ته رسيږي.

د هغه یو پلوی وایی:

«مونږ هغه ته هرکلي وايو. ايران له لبنان سره ډيري اقتصادي او مالي مرستي کړي دي، د اسراييلو پر ضد هم. زمونږ لپاره دا يو وياړ دي چي دي دلته راغلي.»

د حزب الله پلوي، دغه سړي له خبرو څخه وروسته سمدلاسه يو ښځه غږ کوي او د هغه د خبرو په تاييد له احمدي نژاد څخه د هرکلي په اړه وايي:

«دا سفر خورا اهميت لري. خداي دي دته خير ورکړي چي د ايران له ولس او دلته له اسلامي مقاومت څخه ملاتړ کوي.»

څلور کاله مخکي له اسراييلو سره د جګړي څخه وروسته ايران لبنان ته يو مليارد ډالر مالي مرسته ورکړه. په دي مرستو کي يقينا چي وسلي هم شاملي دي، خو د سړکونو، ښونځيو او په جګړه کي د ويجاړ شوو کورونو او روغتونو د بيارغاوني لپاره هم. ويل شوي دي چي اوس به د نيم مليارد ډالرو د يو پور موافقه هم وشي.

خو هر لبناني هم د احمدي نژاد د نفوذ څخه د خوښي احساس نه کوي. د هغه انتقاد کونکي وايي چي ايران د مديتراني په سمندرګي کي د يوي هډي د جوړولو په لټه کي دي. د لبنان 250 روښانفکران او د پارلمان پخوانيو استازو د تهران څخه د راغلي ميلمه په نامه په يوه سر خلاصي ليک کي وايي: « ښاغلي جمهور رييس! مونږ تا ته هرکلي نه وايو.»

خو د احمد نژاد پلويان د داسي خبرو پروا نه کوي:

«دا رښتيني لبنانيان نه دي. دوي دا خبري د دي لپاره کوي چي دلته ستونزي پيدا کړي.»

د رسمي دولتي تشريفاتو څخه وروسته د تهران څخه ستونزمن ميلمه نن د سيمي په وخت له غرمي وروسته د خپلو پلويانو ليکو ته ورودانګل او د بيروت په جنوب کي مخکي له دي چي سباته (پنجشنبی)« د زور د ښودلي د نښاني په توګه» د اسراييلو سره ګډي پولي ته نژدي ښکاره شي، هغوي ته خپل وينا وړاندی کړه.

لايت هولت/ عبدالباري حکيم

کتونکي: نسيم صابر