1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د ايران د اټومي پروګرام په اړه د نړيوالو بې باوري

نړيوال د ايران له اتومي پروگرامونو څخه په ٢٠٠٢ کال کې خبر شول. هغه وخت د وين په ښار کې د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې ته د يو شمېر هېوادونو استخباراتي څانگو خبر ورکړ، چې ايران ځان دې چمتو کوي، پخپله يورانيم غني کړی شي...

احمدي نژادر:«د ايران ملت به د يورانيمو غني کول نه بندوي او لاس به نه ترې اخلي»

احمدي نژادر:«د ايران ملت به د يورانيمو غني کول نه بندوي او لاس به نه ترې اخلي»

په رښتيا سره هم يو کال وروسته د نتن په اتومي بټيو کې د غني يورانيمو نخښې نښانې وموندل شوې.

لږ څه وروسته له هغه، کله چې څرگنده او اعلان شوه، د ايران اسلامي جمهوريت له ١٨ کالونو راپدېخوا په پټه سره خپل زروي پروگرام پرمخ بيايي، نړيواله ټولنه سخته ورته متوجه شوه او د ژرترژره معاملې غوښتنه يې وکوله.

تر څو چې په ايران کې سمښت غوښتونکو حکومت کاوه، موضوع هغومره لانجمنه نه وه. خو په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې د محمود احمدي نژاد په غوره کېدنه سره بدلون رامنځ ته شو. او دا ځکه چې بنسټ پال اولسمشر تن نه ورکاوه او دا ټينگار يې کړ چې:

«موږ د اتومي وسلو د بندونې د تړون په چوکاټ کې خپل حق منو، نه څه زيات او نه څه کم»

دا جمله تر اوسه پورې د ايران د ادعا بنسټ جوړوي. ځکه د اتومي وسلو د بندوني تړون، کوم چې د ايران اسلامي جمهوريت - د پاکستان، هند او اسرائيلو برخلاف - لاسليک کړی، په څلورمه ماده کې ټولو لاسليک کوونکو ته د نه پلورلو د حق ضمانت کوي.

دا په دې معنی چې کولی شي، د صلحيزو او پرمختيايي موخو په خاطر د زروي انرژۍ په برخه کې څېړنې وکوي، توليد يې کړي او گټه ترې واخلي. نو له دې مخې د ايران په شمول ټولو لاسليک کوونکو ته دا امکان ورکړل شوی، چې په پراخه کچه سره اتومي تجهيزات، توکي او معلومات يو بل ته سره ورکړي.

خو له دې قانوني راکړې ورکړې څخه ايران - په تېره بيا د امريکې په غوښتنه سره - محروم شوی. نو ځکه ملايانو خپل اتومي معلومات له نورو لارو څخه لاس ته وروړل - يعنی د پاکستان له لارې، کوم چې د نړيوالې ترهگرۍ پرضد جگړه کې د امريکې د متحده ايالتونو کلک ملگری دئ. د ايران د دې گوښيتوب او محروميت له مخې اولسمشر احمدي نژاد د خبرواترو هر ډول وړانديز په هکله بې اعتماده دئ او څرگندوي:

احمدي نژاد د يورانيمو د غني کولو په يوې فابريکه کي

احمدي نژاد د يورانيمو د غني کولو په يوې فابريکه کي

«داسې خيال کوی، چې له يوه څلور کلن ماشوم سره مخامخ يئ، کوم ته چې د يو څو دانو مندکو او چاکلټونو د ورکولو په وړانديز سره غواړی پېسې ترې واخلئ. موږ د اورپايانو مرستې ته اړه نه لرو. موږ څه وخت له تاسې نه مرسته غوښتې؟ موږ کله له تاسې څخه کوم څه غوښتي دي، تر څو يې اوس په يادولو سره، وکولی شئ موږ د تخنيکي پرمختگ له حق څخه واړوئ؟ د ايران ملت به د يورانيمو غني کول نه بندوي او لاس به نه ترې اخلي.»

ايران په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې په دې وتوانېد، د زروي بڅرکو دوره بشپړه کړي او د %٣،٥ برخو په لرلو سره د غاز په بڼه يورانيم غني کړي. دا څه د انرژۍ لاس ته راوړولو د پاره بس دي، خو د زروي وسلو د پاره کفايت نه کوي. اسلامي جمهوريت تر هغه وخته پورې د چڼولو ١٦٤ دستگاوې درلودې. او ويل کيږي چې نن ورځ ورڅخه ٨٠٠٠ لري. د روان ٢٠٠٩ ميلادي کال د سپتمبر په مياشت کې ايران د قم په ښار کې د يورانيمو د دوهمې فابريکې اعلان وکړ، چېرته چې ښايي تر اوسه پورې د چڼولو ماشينونه نه وي ځای پرځای شوي.

د امن نړيوالې جرگې تر اوسه پورې د ايران د اتومي پروگرام پر ضد څلور پرېکړې کړېدي، کومو ته چې ايران کوم اهميت نه ورکوي. ايرانيان خپلو زروي پروگرامونو ته په نړۍ چې د حيثيت لرلو په سترگه گوري او اکثريت ورڅخه پلوي کوي. خو د اولسمشر نه بدلېدونکی دريځ تر نيوکو لاندې راځي. نو ځکه پخواني مشر رفسنجاني وويل، سړی نه بايد اتومي لوبه پر جگړه بدله کړي، مگر دې ته يې هم اشاره وکوله چې:

«زه تاسې لويديزوالو ته سپين وايم، چې د پرېکړو له لارې هېڅ نه شی په لاس راوړی. تاسې له هغه سره خپل ځان، نړۍ او په تېره بيا زموږ رژيم ته لانجې جوړوئ. سمه لار دا ده، چې له دې بيځايه کړووړو ځينې لاس واخلئ. دا چې دا اتومي کشاله څومره خطرناکه ده، د امريکې او اسرائيلو له غبرگون څخه څرگنديږي. دواړو هېوادونو پر ايران باندې پوځي گذار په نظر کې نيولی، او هغه يو له امکاناتو څخه گڼي».

Pick, Ulrich/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل