1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د ايران او عراق تر جنګ وروسته لاتر اوسه سوله نده راغلې

شل کاله دمخه په همدې ورځ يعني د 1988 ميلادې کال دآګست دمياشتي شلمه نيټه وه ...

دايران دانقلاب مشر آيت الله خمیني

دايران دانقلاب مشر آيت الله خمیني

چي دايران دهغه وخت دانقلاب دمشر آيت الله خميني او دعراق ددولت دپخواني مشر صدام حسين ترمنځ ديوه اوربند په هکله موافقه وسوه،او په دې ډول دخليج لمړۍ جګړه پای ته ورسيده . خوددغه اوربند سره سره بياهم ترنن ورځي پورې ددغه دوو ګاونډيو هیوادو ترمنځ سوله منځ ته نده راغلې .

دايران دانقلاب مشر آيت الله خمیني کله چې دايران او عراق ترمنځ د څه نا څه اتو کالوخونړيو جګړوڅخه وروسته داوربند په باب پریکړه کوي ، نو وايي چی دا پریکړه ماته دزهرو د جامو د چښلو په معنی وه . مخکي تردې هم څو څو واري دنړیوالو له خوا دخليج په جګړه کې په ښکيلو هیوادونو ، ايران او عراق باندې داږغ شوی ؤ ، چې دو ی دي دجګړې څخه لاس واخلی او دیوه اوربند سره دي موافقه وکړي ، خو تر ټولو دمخه دايران دانقلاب مشر ديوه اوربند سره مخالفت کاوه . که څه هم په 1988 ميلادي کال کي توده جګړه پای ته ورسيده ،خو ددواړو هيوادو ترمنځ دسولي کوم تړون ترنن ورځي پوري هم ندی لا سيک سوی . دخليج دلمړۍ جګړې اغيزي تر نن و رځي پوری هم دايران اوعراق په اړيکو کې لیدل کيږي ،چي که څه هم په بغداد کې نور دصدام حسين دواکدارې دوره پای ته رسيدلې ده .

کله چې د 1980 میلادې کال دسپتمبر دمياشتي پر 22 نيټه دعراق ددولت مشر صدام حسين پر ايران باندي دپوځي بريد امر ورکۍ ، نو هيڅوک په دې نه پوهيده چي ددغي جګړې سره به څه ناوړه عواقب تړلي وی . په لمړي سرکي نه يواځي دعراق هوايي ځواکونو دايران ښارونه بمبارې کول، بلکه عراقیان دايران دخوزستان ولايت ته چيري چي زیاتره عربانو ژوند کاوه، ورننوتل او داخِیال يې درلودۍ، چي دا دعربو يوه سیمه ده او بايد دعراق په خاوري پوري وتړل سي .

په لمړې سرکي دعراقیانو دپاره دا یو ه ساده لوبه ښکاريده . د 1979 ميلادې کال څخه وروسته چې په ايران کې اسلامي انقلاب بريالی شوی ؤ ، نو ايران نورهغه دشاه دزمانې سيمه ايز ځواک نه ؤ، چی په سیمه کي يې دپوځي او سیاسې لحاظه سیالي نسوای کولای . دايران پوځي ځواکونه چې يو وخت په سيمه کې يو پياوړې پوځ بلل کيده ، په دې وخت کي ددوی سياسي مشرا ن يا وژل سوی وه، او يا د هیواد څخه تښتیدلې وه، او ملایان لاتر اوسه دې معیار ته نه وه رسیدلي چي دعراق پوځې چلنج ته څنګه چی ښايې ځواب ووايي . خمیني په دې پوهيدۍ، او له همدې کبله دې ته نه ؤتيار، په داسي شرايطو کې چی هم د سیاسې پلوه او هم د پوځي پلوه ايران ضعیفه ؤ ، دیوه اوربند منلو ته غاړه کښيږدي . د بله طرفه خمیني پو هيدۍ ترڅو چی جګړه روانه وي ، نو دولس عامه افکار به دباندي او جګړې ته اوښتي وي . خمینې په دی هم پوهیدۍچې دیوه خارجي دښمن په مقابل کې خلګ په آسانۍ سره بسيج کیدلای شی . او نوموړي به نه يواځي دصدام حسین پر ضد خلک را پارول، بلکه دټولو هغه غير مسلمانانو پر ضد چې په دغه جګړه کي دعراق پر خوا ولاړ دي . خاصتأ دامریکا او اروپايانو پر ضد . خمینې به خپل ولس ته ويل چې دوی ټول ددې دپاره سره ګډکار کوي چې په ايران کي داسلامي انقلاب ټغر بیرته راټول سي . په رښتيا سره هم دعراق په لمړۍجګړه کي صدام کولای سوای هرډول سلاو ي چي وغواړي په لويدځو هیوادنو کي لاس ته راوړي . خو په دغه جګړه کي دايران تر ټولو پیاوړې سلا هغه ايراني ځوانان وه، چې دخمیني دتګلاري پلویان بلل کيده او مرګ ددوی دپاره دشهادت درجه وه . دخلیج په لمړۍ جګړه کي ايران لږ تر لږه 400 زره انسانان د لاسه ورکړه . په 1988 میلادې کال کښي دعراق او ايران تر منځ دیوه اوربند سره موافقه شوې ، خوددواړو هیوادو ترمنځ دښمني لا پا ې ته نده رسيدلې ،او له همدې امله داچي نن و رځ امریکایان په عراق کې دي ، ښايي ایرانیان ورباندي دومره ډيرخواشيني نه وي .