د اوباما له پاره د افغانستان-پاکستان ستراتيژي ستره ننګونه ده | دويچه ويله پښتو | DW | 26.04.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د اوباما له پاره د افغانستان-پاکستان ستراتيژي ستره ننګونه ده

د بارک اوباما سل ورځي کيږي چي د سپيني ماڼۍ د اقتدار پر څوکۍ ناست دی. په دې موده کي هغه له خپلي ژمني سره سم له عراق څخه د افغانستان جګړې ته پام واړوه...

اوباما د خپلو دوو وزيرانو سره د افغانستان-پاکستان د نوي ستراتيژۍ د اعلان پر مهال

اوباما د خپلو دوو وزيرانو سره د افغانستان-پاکستان د نوي ستراتيژۍ د اعلان پر مهال

د اوباما ددې ستراتيژۍ برياليتوب کيدای شي په هغو پيښو پوري وتړل سي چي په ناکراره پاکستان کي پيښيږي، هغه پيښي چي د هغه تر کنترول لاندي نه دي.

دهغه د افغان جګړې په ستراتيژي کي پاکستان د هغو هلو ځلو په زړه کي ځای سوی دی چي موخه يې په نوموړي هيواد کي د القاعدې او طالب اورپکو د جرړو ايستل دي. د پولي په دواړو خواوو کي د هغوی وروستیو پرمختګونو د نړيوال خطر زنګ وهلی دی.

د طالب اورپکو له ناحيې څخه ګواښ ته په اشارې سره اوباما دغه سيمه د خپلو الفاظو له مخه « د نړ ۍ د ډ ي رو خطر لرونکو » سیمو څخه یاده کړې ده. که څه هم پاکستان د اوباما له رياست څخه د مخه لړزنه وضعه درلوده، خو په سوات کي له طالبانو سره د پاکستاني حکومت اوربند واشنګټن ته يو ښه زيری نه ؤ او په هستوي وسلو سمبال هيوادکي د مسلمانو تند لارو د پياوړتيا په هکله سختي پوښتني رامينځ ته کړي دي.

اوباما هيله لري چي د ډيپلوماسۍ او پراخو پوځي او اقتصادي مرستوله لاري پاکستان وهڅوي چي د طالب تندلارو چي د کابل د حکومت او اسلام اباد واکمني له ننګونو سره مخامخ کړې دي، پرضد پوځي عمل وکړي. خو د اوباما لوړ پوړي مشاورين اعتراف کوي چي واشنګټن پر پاکستان باندي يوازي محدود لنګر لري.

څارونکي په دې نظر دي چي د اوباما د افغان-پاکستان ستراتيژي چي موخه يې تر ټولو د مخه په سیمه کي د القاعدې د جرړو ايستل اعلان سوي، نه په سيمه کي د ډيموکراسۍ راوستل، که چيري اوباما بريالی نه سي،ښايي ستونزي د ځان سره ولري.

څارونکي په دې نظر دي چي د اوباما د افغان-پاکستان ستراتيژي چي موخه يې تر ټولو د مخه په سیمه کي د القاعدې د جرړو ايستل اعلان سوي، نه په سيمه کي د ډيموکراسۍ راوستل، که چيري اوباما بريالی نه سي،ښايي ستونزي د ځان سره ولري.

د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړی استازی ريچارد هولبروک وايي :

« حت ي که چ ي ر ي موږ په افغانستان ک ي هر څه سم کړو . که چ ي ر ي له اختلاس او ادار ي فاسد څخه ژغورلی حکومت ولرو،حت ي که ښ ور رښ او بغاوت مو هلته له م ي نځه وړ ی وی، ب ي اهم موږ نه ي و بر ي ال ي سوي ، تر هغه پور ي چ ي په پاکستان کي مو سمو ن نه يي راوستی ».

د پاکستان پوځ او سياسي مشرانو ثابته کړې ده چي هغوی له خپل سرسخت دښمن هند څخه د پام اوښتو اراده نه لري، دا په داسي حال کي ده چي د هغه غښتلې استخباراتي اداره له طالبانو څخه د پراخ ملاتړ له پاره تورنه ده.

که څه هم د افغانستان د پولو له لاري پاکستان ته د امريکايي ځمکنيو ځواکونو له استولو څخه اوباما ډه ډه کوي خو د پاکستان په دننه کي د القاعدې او طالبانو د مرچلو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو ببماريو ته يې دوام ورکړی.

استخباراتي مامورين وايي هوايي عملياتو د القاعدې شبکې ته تاوانونه اړولي دي، خو په عيني وخت کي يې د عامو خلکو قهر او غوثه هم را پارولې ده او د دواړو هيوادونو تر مينځ د تاوتريخوالي لامل ګرځېدلی.

څارونکي په دې نظر دي چي د اوباما د افغان / پاکستان ستراتيژي چي موخه يې تر ټولو د مخه په سیمه کي د القاعدې د جرړو ايستل اعلان سوي، نه په سيمه کي د ډيموکراسۍ راوستل، د جمهوررييس له پاره که چيري بريالی نه سي،ښايي ستونزي د ځان سره ولري، هغه ستونزي چي غبر ګون به يې په لومړي سرکي د امريکايي راييو ورکونکو او د متحده ايالاتو د متحدينو په مينځ کي وليدل سي.

AFPE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

اړوند مطالب