1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د انتقال پروسې دوهم پړاو پيليږي

يو افغان دولتي چارواکي ويلي چي، افغان ولسمشر حامد کرزی به په نزدې ورځو کي د هغو ۱۷سيمو نومونه په ډاګه کړي، چي د امنيت مسؤليت به يې د ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

په لومړي پړاو کي د ۷ سيمو امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته سپارل سوی

په لومړي پړاو کي د ۷ سيمو امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته سپارل سوی

د حکومت د محلي چارو ادارې ويلي، چي راروانه مياشت د استامبول په کانفرنس کي به حامد کرزي د بدخشان، بادغيس، دايکندي، غور، هلمند، هرات، کابل، لغمان، ننګرهار، نيمروز، سمنګان، سري پل، تخار او وردګو ولايت د امنيتي چارو مسؤليت د نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د سپارل کيدو اعلان وکړي.

د کابل او هرات زياتره برخي لا ترمخه د امنيت د انتقال د بهير په پروسه کي افغان ځواکونو ته سپارل سوي وې، خو د دغه دواړو ولايتونو د ځينو ولسواليو امنيت د بهرنيو ځواکونو په لاس کي دی.

د نوموړي ادارې مشر، عبدالخالق فراهي، په کابل کي يوې خبري غونډي ته ويلي چي ولسمشر حامد کرزی به د نومبر پر دوهمه نيټه په استامبول کي ددغو سيمو نومونه اعلان کړي.

د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د مسؤليت د بهير انتقال د هغه مهال ويش له مخه تر سره کيږي، چي په پام کي د ۲۰۱۴م کال تر پايه به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، او د ټول هيواد په کچه به امنيت خپله افغان ځواکونه ساتي.

له لويه سره د افغان اردو او پوليسو په اړه داسي انديښنې موجودي دي، چي ګواکي په يوازي سر به دوی د امنيت ساتلو وړتيا ونه لري، خو د ناټو عمومي منشي، اندرس فوګ راسموسن، ويلي دي، چي هغه په دې باور لري چي د پلان له مخه به د ۲۰۱۴م کال تر پايه به د امنيت د انتقال پروسه سر ته ورسيږي.

فراهي همداشان ويلي چي د چهارشنبې په ورځ « د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر د مياشتي ۲۶» به د هغه سيمو چي د امنيت د انتقال بهير پکښي ترسره کيږي، د ځايي چارواکو او مشرانو څرګندونو او انديښنو ته هم غوږ ونيول سي تر څو هغي ولسوالۍ چي وضعه پکښي کړکېچنه ده له ليست څخه و ويستل سي.

خو هغه ويلي چي دا کار ناشونی دی، چي د ولايتونو نوم دي د دغه نوملړ څخه و ايستل سي.

آژنسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل

DW.COM