1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د امنیت شورا مالي ته د نړیوالو ځواکونو د استولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مالي ته د نړیوالو ځواکونو د ژر تر ژره استولو غوښتنه کړې ده. دغي شورا په یوې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د مالي له امنیتي قواوو سره مرسته وکړي.

د مالي شمالي برخه له څو میاشتو راهیسې د یاغیانو تر کنترول لاندې ده. اوس نړیواله ټولنه غواړي چې د مالي پوځ وروځي او له دې لارې له دې هیواد سره د یاغیانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي.