1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د امنیت د شورا د غیر دایمې غړي په توګه د آلمان دورې ته کتنه

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غیر دایمې غړي په توګه د آلمان دوره پای ته رسیدونکې ده. آلمان په دغه دوره کې په ډیرو مهمو پریکړو کې ونډه اخیستې ده چې له کبله یې د دې هیواد پر وړاندې بیلابیل غبرګونونه راپاریدلي دي.

يوازې څو اوونۍ وړاندې نړۍ په ډېرې تلوسې سره د ملګرو ملتونو غونډو ته کتل. اصلي پوښتنه دا وه چې فلسطين به د ملګرو ملتونو د څاروونکي دولت په توګه ومنل شي او که نه. آلمان د نزدې ختيځ په دغه حساسه مساله کې مستنکفه رايه ورکړه چې ډېرو کتونکو يې ستاينه کوله. د کال په پای کې د آلمان فدرال جمهوريت د يوه غير دايمي غړي په توګه د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا څخه وځي او بېرته د ملګرو ملتونو عادي غړی جوړيږي. په هغه موده کې چې آلمان د ملګرو ملتونو غیردایمې غړی وو د ستاينو تر څنګ ورباندې ځینې نيوکې هم شوې دي. د بیلګې په توګه د ليبيا په کړکېچ کې د غوره کړي دريځ له امله پر آلمان باندې نیوکې وشوې.

د سوسيال دموکرات ګوند د بهرنيو چارو وياند رولف موڅنيش، د آلمان د لاس ته راوړنو جاج په دې ډول اخلي: «زه فکر کوم چې د آلمان حکومت ډېره هڅه کړې ده چې هغه موضوعګانې هم د ورځې په اجندا کې راولي چې په اصل کې ورباندې تمرکز نه کيږي، لکه ماشومان په جګړو کې. د اقليم د چارو سياست هم [په دې برخه کې] مهم رول لوبولی دی. له بلې خوا بايد وويل شي چې د ليبيا په هکله پریکړه، سره له دې چې ما يې غوښتنه کوله چې د وسلو د سمبالښت په برخه کې بايد کنترول ډېر شي دغو مثبتو اقداماتو ته زيان اړولی دی.»

په ملګرو ملتونو کې د آلمان استازي پېتر ويتيګ، او د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېسترويله، اقليمي سياست هم په اجندا کې راوست او هڅه يې کوله د افغانستان د چارو سياست هم مدرن او عصري کړي. دا د ملګرو ملتونو په تاريخ کې پنځم ځل دی چې آلمان د نړيوالې سولې او امنيت په اړه په پرېکړو کې ګډون کوي. خو د آلمان قدرت محدود و ځکه چې غير دايمي غړي د وېټو حق نه لري او له دوو کلو وروسته خپله چوکۍ پرېږدي. د پرېکړو د نيولو اصلي واک دايمي غړي لري چې برتانيا، فرانسه، روسيه، چين او امريکا دي.

دوه پرېکړې د آلمان په اړه جاج اخيستنې ته ځانګړتيا وربخښي. د ۲۰۱۱ م کال د مارچ په ۱۷مه نېټه د امنيت شورا د ليبيا په اړه خبرې کولې. د يوه پرېکړه ليک له لارې بايد د ليبيا د زورواکي معمر القدافي، راپرځېدنه ګړندۍ شوې وای. په داسې حال کې چې ټولو غربي متحدينو هوايي بريدونو ته مثبته رايه ورکړه، آلمان له روسيې، چين، برازيل او هند سره يو ځای مستنکفه رايه وکاروله.

د سوسيال دموکرات ګوند د بهرنيو چارو وياند، رولف موڅنيش، په دې هکله وايي: «زه فکر کوم چې د آلمان د حکومت دغې پرېکړې چې مستنکفه رايه به ورکوي، او له روسيې او چين سره به يو ځای دريځ غوره کوي، څه مرسته نه ده کړې، په دغه شخړه کې یې د آلمان مسووليت ته سم جواب نه دی ويلی‎ او نه يې د انسانانو په ساتنه کې سم جواب ويلی دی چې دا د بين الدول حقوقو يوه مهمه مساله ده. ځکه نو فکر کوم چې د مستنکفې رايې کارول بالاخره غلط کار و.»

د مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د بهرنيو چارو وياند فيليپ ميسفېلدر، له منفي خبرونو سره سره دا د اندېښنې وړ کومه خبره نه بولي. هغه وایي: «زه په مجموعي ډول بیا هم فکر کوم چې دغه وړه تېروتنه مو بېرته سمه کړې ده. هيڅ څوک په دې کې شک نه لري چې آلمان د يوه ملګري هېواد په توګه خپل مسووليتونه ادا کوي. د ترکيې مثال ته پام وکړﺉ چې پاتريوت توغندي ورلېږو. آلمان په يوه ټلواله کې يو وفاداره او د ډاډ وړ ملګری دی.»

د ليبيا تر څنګ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې دا پرېکړه هم ډېره مشهوره شوه چې فلسطين يې د يوه څاروونکي دولت په توګه ومانه چې غړيتوب ورته نه دی ورکړل شوی. د دغې پرېکړې له مخې آلمان له اسراييلو سره پيوستون څرګند کړ ځکه چې فلسطينيانو ته يې مثبته رايه ورنه کړه. خو دا چې منفي رايه يې هم ونه کاروله، کېدای شي پر اسراييلو باندې د مېشتځايونو د جوړولو د سياست پر وړاندې نيوکه هم وګڼل شي.

آلمان کېدای شي څو کاله وروسته يو ځل بيا د امنيت د شورا غير دايمي غړی شي. خو ځينې کارپوهان وايي چې دايمي غړيتوب يې ډېر احتمال نه لري، ځکه چې په عمومي غونډه کې د دوه په درې اکثريت تر څنګ بايد د امنيت د شورا ټول دايمي غړي هم مثبته رايه ورکړي. که يو غړی هېواد يې ملاتړ ونه کړي، نو پروسه درول کيږي.