د امنيت شورا د کوفي عنان د پلان ملاتړ وکړ | دويچه ويله پښتو | DW | 22.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د امنيت شورا د کوفي عنان د پلان ملاتړ وکړ

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې د شخړي د پای ته رسولو له پاره د کوفي عنان له پلان څخه کلک ملاتړ کړی دئ. روسیې او چین هم د امنیت شورا د بیانیې ملاتړ وکړ.

دا لومړی ځل دئ چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ټول د ویتو حق لرونکي غړي د سوریې په اړه یوې گډي پریکړي ته رسیږي.

کوفي عنان سوریې ته د ملگرو ملتونو او عرب لیگ گډ استازی دئ. هغه د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره خپل پلان د رواني میاشتي په لومړیو ورځو کي بشار الاسد ته وسپاره.

د کوفي عنان په پلان کي د ملگرو ملتونو تر څار لاندي په سوريه کې د اوربند کول، مرستندویه سازمانونو ته د کار اجازه ورکول او د اسد او مخالفینو تر منځ ئې د سولي د خبرو پیلیدل شامل دي.

عنان د ملگرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي ول چې د هغه د سولي د پلان ملاتړ وکړي. ملگري ملتونو وایي چي د تیر کال له مارچ میاشت راهیسي په سوریه کې له ۸۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.