1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د امریکا په مخکښو پوهنتونونو کې شمولیت ستونزمن دئ

د امریکا پوهنتونونه په نړیواله کچه شهرت لري. تیر کال له ۷۰۰۰۰۰ څخه زیاتو بهرنيو محصلینو په دغو پوهنتونونو کې زده کړې کولې. په دغو محصلینو کې د نیمایي څخه زیات ئې د چین، هندوستان، جنوبي کوریا او کاناډا له هیوادونو څخه ول.

په دې پوهنتونونو کې زده کړې کول د ډیرو امریکایانو هدف دئ. د امریکا په پوهنتونو کې زده کړې کول ډیرو هڅو او پیسو ته اړیتا لري.

د امریکا د کولمبیا، هارورد، پرینستون او یاییل د «ایوي لیگ» له عالي پوهنتونونو څخه شمیرل کیږي. هر څوک چې دغو پوهنتونونو او یا د ستندفورد او دیوک په څیر پوهنتونو ته لار ومومي، پر مخ ئې هغه دروازې پرانیستل کیږي چې د نورو پر مخ تړلي وي.

د څو لسیزو راهیسي د «ایوي لیگ» د پوهنتونونو فارغان د ولسمشري، د محکمو د قاضیانو او یا د شرکتونو د مشرانو په څیر مقامونو ته رسیدلي دي. پر دې سربیره د وال سټریټ د اسهامو په بازار کې ډیر شمیر مدیران او بانکدارن هم له دغو پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي.

په عالي پوهنتونو کې د زده کړو له پاره په زرگونو ډالر

ویلیام دیریزیویچ چې خپله ئې د نیویارک په ښار کې د کولمبیا په پوهنتون کې زده کړې کړي دي او د ۱۹۹۸ کال څخه ئې تر ۲۰۰۸ کاله پورې د ییل په پوهنتون کې د انگلیسي ژبې تدریس کاوه وایي چې د ډیرې مودې راهیسې تحصیل او زده کړې د هغې لارې په توگه چې د ټولنې خلک پرې کولای شي پرمختگ وکړي او په مرسته ئې ځان لوړو مقامونو په ورسوي پیژندل شوې ده.

په خاصه توگه د ټولنې د متوسط قشر مور او پلار اوس هم دې ته قایله دي چې اولادونه ئې په وتلو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. له لوړو زده کړو سره د امریکایانو لیوالتیا کولای شو چې د اقتصادي همکاریو د سازمان په ارقامو کې پیدا کړو. د دغه ارقامو پر اساس په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا ۴۱ سلنه خلکو لوړې زده کړې کړې وې. له بل پلوه دغه شمیره ځکه دومره لوړ ده چې په احصائیه کې د زیات عمر لرونکو محصلینو شمیر ډیر دئ.

دا د حیرانیتا خبره نه ده چې ځوان نسل له لوړو زده کړو سره لږه علاقه لري. ځکه چې وتلو پوهنتونونو ته د رسیدو په رقابت کې تر ټولو لومړی ډیرو پیسو ته اړتیا ده. د دیریزیویچ په وینا هر څوک چې کافي پیسې لري کولای شي خپل اولاد شخصي مکتب ته ولیږي، کورنۍ معلم ورته ونیسي او یا د خپل اولاد د روزولو له پاره اضافي پروگرامونه پر لار واچوي او د ا ټول په زرونو ډالره لگښت غواړي. دیریزیویچ په وتلو یا عالي پوهنتونو کې د شمولیت له پاره دا یواځینې لار گڼي.

په عامه زده کړو کې د سپما کړنلاره

د ټولنې د ټیټ قشر ماشومان چې په فارغه وخت کې کار کوي او په د کورنۍ اعاشه ور په غاړه ده، په دغه شان پوهنتونونو کې د شاملیدو کم چانسونه لري. کم عاید لرونکې کورنۍ دا توان نه لري چې د هاروارد په شان پوهنتونونو ته خپل ماشومان ولیږي. د هغې دلیل د عامه زده کړو په سپما کې رانغښتی دئ. دیریزیویچ په دې اړه وایي: «د کلفورنیا، مشیگان او د ویسکونسن ایالاتونه عامه پوهنتونونه لري چې سړی کولای شي په هغو کې په ښه شان زده کړې سر ته ورسوي. خو د دغو پوهنتونونو په بودجو کې د سپما پروگرام ډیر تأثیرات له ځانه سره لرلي دي.»

د دولت مالي مرستې د اتیایمې لسیزي راهیسې ۳۰ سلنه راکمې شوي دي او دا مرستې اوس هم د نزول په حال کې دي.

له سمیزو «کالجونو» سره مالي مرستې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په خپل هیواد کې د فني او حرفوي کارگرانو کمښت تر ټولو لومړۍ ستونزه بولي. اوباما غواړي چې د اته میلیاردو ډالرو په لگښت د Community College to Career Fund په نوم یوه موسسه تأسیس کړي چې د کالجونو او د هیواد د صنایعو تر منځ تر ټولو لومړۍ د روغتیا او د حمل و نقل په برخو کې همکاري پراخه کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر په پام کې لري چې له دې پروگرام سره دوه میلیونه امریکایان وروزي او ورته کارونه پیدا کړي. په محلي کالجونو کې د «نرسنگ» او «ویلډنگ کارې» په برخو کې زده کړې له دوو کلونو څخه تر څلورو کلونو پورې وخت نیسي.

د کارپوهانو په نظر که څه هم اته میلیارده ډالر ډیرې پیسې ښکاري خو دا چې دا پیسې په ډیرو تحصیلي مؤسساتو د ډیرو کلونو له پاره ویشل کیږي نو د هر یوه کالج له پاره دومره ډیرې پیسې نه رسیږي. خو سره له دې هم د تحصیل په دوره کې د دولت مالي ملاتړ یواځینۍ لاره گڼل کیږي چې د ټیټ، متوسط او بډایې قشر تر منځ واټن راکم کړي.

بیرگمن، کرسټینا/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM