1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د امریکا د څارنیز پروگرام پر ضد د آلمانیانو غبرگون

له څو اوونیو راهیسې په آلمان کې د امریکا له خوا د اروپايانو د تلیفوني او انترنتي اړیکو څارنه د بحثونو په سر کې ده. که څه آلمانیان د دې موضوع پر ضد مظاهرې نه کوي، خو هغوی له دې کبله ډیر په غوسه دي.

په ۱۹۸۳ کال کې د آلمان د هغه وخت حکومت غوښتل چې یوه سرشمیرنه ترسره کړي. له همدې کبله له ټولو بالغو آلمانیانو څخه وغوښتل شول چې د خپل د اوسیدو ځای، عمر ، مدنې حالت او کار په اړه په یوې پانې کې پوښتنو ته ځواب ووایي.

هغه وخت د آلمان خلکو د حکومت د دې کار سخت مخالفت وکړ او سړکونو ته راووتل او آن د دې موضوع پر ضد پراخه مظاهرې وشوې. د وخت حکومت غوښتل چې د آلمانیانو په اړه د امکان تر حد پورې معلومات راټول کړي خو آلمانیانو د خپلو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه او و یې نه غوښتل چې دولت د هغوی شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي. د آلمان د برمن د پوهنتو استاد اولریش زیترمن، په دې اړه وايي: «[دغه اعتراضونه] د ټولنیز خوځښت یوه برخه وه. هغه وخت د هسته یي انرژي د کارونې ضد او د ښځو یو شمیر خوځښتونه فعاله ول. دغو ټولو خوځښتونو په ۷۰ کلونو کې رېښې لرلې. له همدغو خوځښتونو څخه د سرشمیرنې پر ضد خوځښت رامنځ ته شو.»

خو اوس د امریکا د استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، افشا ګریو دا خبره روښانه کړه چې شخصي معلومات څومره د استخباراتي ادارو له خوا څارل کیږي. که هغه څه چې سنودن یې ادعا کوي رښتیا وي نو سړی کولای شي ووايي چې د امریکا استخباراتي ادارې د وګړو د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارلو له لارې د هغوي ډیر شخصي معلومات تر لاسه کولای شي. تر ټولو حیرانوونکې خبره خو دا ده چې د امریکا استخباراتي اداره یوازې امریکایان نه څاري بلکې په آلمان او نورو هیوادونو کې یې هم دیر شمیر کسان تر څارنې لاندې نیولې دي.

آلمان په یوه «څارونکي دیکتاتوري رژیم» بدلیدای شي؟

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې په ټولیز ډول آلمانیان د دغو بربنډونو په اړه څرنګه غبرګون ښيي؟ د یوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې د هرو پنځو تنو آلمانیانو له ډلې څخه څلور تنه یې د آلمان له صدر اعظمې انګلا میرکل، څخه غواړي چې د امریکا متحده ایالاتو د دغه شان اقداماتو تر اغیزې لاندې را نه شي او د هغه مخه ونیسي.

خو اوس د ۱۹۸۳ کال د اعتراضونو په پرتله وضعیت ډیر توپیر لري. د آلمان د برمن ایالت د پوهنتون د استاد اولریش زیترمن، په حواله ډیر لږ شمیر کسان په دې اړه فکر کوي چې د یوه سازمان له خوا د هغوی د شخصي معلوماتو د څارنې پر ضد مظاهرې وکړي. د هغه په اند د دې لامل دا دی چې آلمانیان له انترنت او تلیفون څخه له استفاده کولو سره ډیر عادت شوي دي او د هغه ګواښونو ته نه متوجه کیږي. خو زیترمن دغه وضعیت خطرناکه بولي او له دې ویره لري چې که د هغه پر وړاندې کوم ټولنیز مقاومت رامنځ ته نه شي نو داسې نه شي چې آلمان په یوه «څاروونکي دیکتاتوري رژیم» باندې بدل شي.

د اعتراض کولو یوه بله لاره

که څه هم اوس آلمانیان د تیر وخت په څیر منظمې مظاهرې نه کوي خو هغوی د خپلې غوسې د ښولو له پاره نورې لارې لري. سړی کولای شي دغه غوسه په ټولنیزو انترنتي پاڼو، انترنتي فورمونو او یا هم رسنیو ته د لیدونکو، اوریدونکو او لوستونکو په لیکونو کې وویني.

ډیر شمیر همداراز د ادوارد سنودن کار هم ستایي. په «دي سایت» آلمانۍ اوونیزې کې د لوستونکو د لیکونو مسووله میرمن انا فون مونشن هاوزن، دغه خبره تاییدوي. هغه وایي چې ډیر شمیر لوستونکو د دغې اوونیزې یوې پوښتنې ته چې آیا هغوی غواړي سنودن ته پنا ورکړي مثبت ځواب ورکړی دی. دغه میرمن وایي: «د بیلګې په توګه یو شمیر غبرګونونه داس ول: موږ له خپل زړه او پرته له کوم محدودیته دې موضوع ته مثبت ځواب ورکوو. زموږ له ډلې څخه څوک دومره جرئت لرو. سنودن د خلکو په خاطر خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ. موږ ټول باید هغه پنا ورکوو.»

«اصلي اندیښنه د خپلواکۍ په اړه ده»

میرمن مونشن هاوزن په دې اند ده چې دغه موضوع آلمانیانو ته نازیان په یادوي او له همد ې کبله د امریکایانو په پرتله آلمانیان له دې کبله ډیر حیران شوي او له شوک سره مخامخ شوي دي.

مونشن هاوزن وایي چې آلمان د یوه داسې فاشیستي رژیم تر سلطې لاندې پاتې شوی دی چې په سیستماتیک ډول یې خپل وگړي څارل چې په زرهاوو تنه د دغه شان څارنې قربانیان شول.

امریکایان هم بیا دغه موضوع له خپل تاریخ سره په یوه تړلي ډول څیړي او پر وړاندې یو بشپړ متفاوت نظر لري. د «دیجیتال پرمختگ له مرکز» څخه نیکو لوما، وايي چې د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر بریدونو وروسته په امریکا کې له ترهگري سره مبارزه د بحثونو او لومړیتوبونو په سر کې ده.

لوما په ټولنیزو رسنیو کې د دې موضوع پر وړاندې د آلمانیانو غبرگون څیړلی دی. هغه وایي: «هغوی له دې ستړي شوي دي چې تل تر څارنې لاندې دي. زه فکر کوم چې ډیر شمیر کسان له دې به پشپړه توگه بې خبره نه ول چې څارل کیږي. خو خلک د آلمان له فدرال حکومت څخه تمه لري چې امریکا ته په واضح ډول ووایي چې نور هغوی خپل دې کار ته دوام نه شي ورکولای.»

هغه ټینگار کوي چې خلک یوازې د څارنې په اړه اندیښنه نه لري، بلکې د دغه کارپوه په اند دلته د آزادي موضوع هم مطرح ده.

DW.COM