1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د امريکې د دفاع وزير په کابل کې له کرزي سره وليدل

د امريکې د دفاعي چارو وزير رابرټ گيتس ناڅاپه د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېد. ويل کېږي چې گيتس غواړي له افغان ولسمشر سره د طالبانو د بيا ځواکمن کېدو او د هغوی په وړاندې د جگړې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي کيتس په دوهم ځل په افغانستان کې دی

ښاغلي کيتس په دوهم ځل په افغانستان کې دی

گېتس لا وړاندې په سينگاپور هېواد په يو امنيتي کنفرانس کې گډون کړی و. نوموړي هلته له آسيايي هېوادونو څخه غوښتي وو چې له افغانستان سره دې ملاتړ وکړي. ښاغلي کيتس په دوهم ځل په افغانستان کې دی. دی نيم کال وړاندې د امريکې د دفاعي چارو وزير ټاکل شوی و.