1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د امريکا په متحده ايالاتو کي د روسيې يوه شکمنه جاسوسه شبکه نيول سوې ده

دامریکا د متحده ایالاتو د عدليې وزارت ویلي دي چي، د یکشنبې په ورځ دهغه هیواد د شمال ختيځي سیمي په بیلو بيلو ښارونوکي يې 10 کسه تورن کسان نیولي دي.

د امريکا د داخلي استخباراتو يا FBI پوليس د جاسوسي شبکې د پلټني پرمهال

د امريکا د داخلي استخباراتو يا FBI پوليس د جاسوسي شبکې د پلټني پرمهال

يو بل تن د تيښتي په حال کي دی. د دغوکسانوپر ځينو باندي تور لګول کيږي چي د کلونو راهيسي په امریکا کي جاسوسي کوي.

ددوئ دنده داوه چي دکلونو په تيرېدو سره امريکايي هويت غوره کړي ترڅو روسيې ته د امریکا د متحده ایالاتو په هکله معلوماتو ته لاس بری پيدا کړی.

ښايي دوئ په پام کي درلودل چي داسي کسان د ځانوسره په جاسوسۍ کي داخل کړي چي د امریکا د پريکړوپه جرګه ګيو کۍ کارکوي.

سربيره پردې په نيول سووکسانوباندي دتورو پيسو دسپينولو تور هم لګول کيږي.

که چير پر دوئ باندی دغه تورونه سابت سي دوئ ته تر25کالوپوري دبند ګواښ سته.

AG/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل