1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د امريکا د جمهوررييس مرستيال جو بايدن په بيت المقدس کي دی

جو بايدن غواړي د فلسطينيانو او اسرائيلو تر منځ د سولي په خبرو کي حرکت راولي ، خو په همدې وخت کي داسرائيلو داخله وزارت پريکړه کوي چه په ختيځ بيت المقدس کي د يهودي ناقلينو دپاره په زرګونو کورونه جوړ کړي

default

چه پر دې اقدام باندي د امريکا د متحده ايالتونود جمهوررييس مرستيال مشر جو بايدسختي نيوکي کړيدي .

د امريکې او اسرائيلو تر منځ اړيکو کې د تېر کال غونډی بحران تر اوسه پوری ډېر کم لېدل شوی، که د اسرائيلو د مېشته کولو او کورونو جوړولو په برخه کې وو او يا د ايران د اټومي پروگرامونو په هکله . له همدې کبله د امريکې د متحده ايالتونو مرستيال جو بايدن اسرائيلو ته له خپل لومړي سفر څخه، د دواړو خواوو تر کت د بې باورۍ ليری کولو په برخه کې گټه اوچته کړه.

جو يايدن څرگندوي :

(د دې اړيکو بنسټ د اسرائيلو د امنيت په وړاندی زموږ بشپړه او غيرمحدوده وجيبه ده . بي بي، تاسی زما څخه واورېدل، چې په نږدې ختيز کې هغه وخت پرمختگ ليدل کيږي، کله چې د امريکې د متحده ايالتونو او اسرائيلو تر منځ کوم مخالفت موجود نه وي . کله چې موضوع د اسرائيلو د امنيت وي، نو هلته بيا د امريکې او اسرائيلو تر کت کوم مخالفت نشته .)

بايدن د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د زيات باور او اعتماد له مخې بې بي باله او ټينگار يې وکړ چې، د امريکې او اسرائيلو تر منځ ملگرتيا لږترلږه هغومره ژوره او کلکه ده لکه شخصي آشنايي . نتانياهو خپل ملگري ته د جو په ويلو سره په ډاگه کړه : دی وايی ،

(مثلا د اسرائيلو او امريکې د متحده ايالتونو ځواکونه شريکې مانورې سر ته سره رسوي، او نور ډېر شريک فعاليتونه شته، د کوم په جمله کې چې د Goldstone له رپوټ سره مبارزه هم شامله ده . په دې کي زما په خيال هغه ملگرتيا ليدل کيږي، کومه چې داولسمشر بارک اوباما له قوله نه شلېدونکې ده.)

خو د نتانياهو په اند، دا ملگرتيا بايد له ايران سره د اتومي پروگرام په لانجه کې ثابته شي . د اسرائيلو لومړي وزير يو ځل بيا پر ايران باندی د سختو بنديزونو غوښتنه وکوله او له جنگي گواښونو څخه تېر شو. دا هغه څه وو، چې د امريکې حکومت يې غواړي . د اسرائيلو په وړاندی د صداقت په بدله کې د امريکې متحده ايالتونه ورڅخه غواړي، چې اسرائيل نه ښايي پر خپل سر سره پر ايران حمله وکوي . جو بايدن له نتانياهو سره په شريکه رسنيو ته وويل:

(موږ مصمم يو چې ايران به د اټومي وسلو له لاس ته وروړلو څخه منع کوو. موږ د نړۍ له زيات شمېر هېوادونو سره په شريکه کار کوو، تر څو ايران په دې باندی قانع کړو، خپلو نړيوال مسئوليتونو ته غاړه کښيږدي او له اتومي پروگرام څخه لاس واخلي .)

Joseph Biden in Israel zu Gesprächen März 2010

جو بايدن زياته کړه، سربېره پردې بايد ايران له ترهگرو ډلو څخه خپل ملاتړ بند کړی، له هغو ډلو سره چې د اسرائيلو پر ضد جنگيږي . په نږدې ختيز کې د صلحې په اړوند جو بايدن موقع ډېره مساعده بولي، د اسرائيلو او فلسطنيانو غيرمستقيمو خبره ته په اشاره کولو سره وايي:

(اولسمشر اوباما او زه باور لرو، چې په نږدې ختيز کې له فلسطنيانو، سوريې او لبنان سره صلح، د اسرائيلو د اوږد مدته امنيت سبب کېدلی شي، کومه به چې اسرائيلو ته له عربي نړۍ سره د نورمالو اړيکو سبب هم جوړيږي .)

د بايدن له قوله، د امريکې متحده ايالتونه به تل له هغه چا څخه ملاتړ کوي، کوم چې د صلحی په خاطر خطر پر ځان مني . د امريکې مرسيتال مشر نتانياهو ته په مخ وراړولو سره څرگنده کړه، دی، د اسرائيلو لومړي وزير دې کار ته چمتو دی .

اِنګل بريش /عارف وردګ/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري