د المپیک په لوبو کې چین تر ټولو زیات مډالونه گټلي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 31.07.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د المپیک په لوبو کې چین تر ټولو زیات مډالونه گټلي دي

د المپیک په لوبو کې په دوامداره توگه د چین هیواد د مډالونو په گټلو کې تر ټولو هیوادونو مخکې دئ. چین تر اوسه ۱۷ مډالونه گټلي دي چې پکښې نهه طلایي، پنځه د سپنیو زرو او درې د نقرې مډالونه شامل دي. دویم ځای متحده ایالاتو خپل کړی او ۱۷ مډالونه ئې گټلي دي خو په هغې کې د طلایي مډالونو شمیر پنځه دئ. تر امریکا وروسته فرانسې دریم ځای خپل کړی دئ او ۷ مډالونه ئې گټلي دي چې پکښې درې طلایي مډالونه هم شامل دي. شمالي کوریا د دریو طلایي او د یو نقریي مډال په گټلو سره څلورم ځای خپل کړی دئ.