1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

لوبي

د المپيک د امنيت په ټينګښت کي روسيې ته د امريکا د مرستي وړانديز

د روسيي په سوچي تفريحي ښار کې د ۲۰۱۴ کال د ژمي المپيک لوبو په درشل کې، په دغه هیواد کې تر دوو تروریستي بریدونو وروسته واشنګټن مسکو ته په امنیتي برخه کې د لا زیاتې همکارۍ وړاندیز کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاندي کیتلین هایدن، د یوې بیانيي په ترڅ کې اعلان وکړ چې د امریکا دولت په سوچي کي د المپيک لوبو د ترسره کیدو پر مهال روسيې ته په امنیتي برخه کې د همکارۍ وړاندیز کړی دی.

په بیانیه کې ویل شوي دي چې امریکا د ورزشکارانو، نندارچیانو او په المپيک لوبو کې د نورو ګډونوالو د امنیت ساتلو په برخه کې د نږدې همکارې هرکلۍ کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا په بیانیه کې د روسيې د ولګاګراد ښار وروستۍ پيښي غندل شوي دي. امریکا په دغه بیانیه کي د پيښو د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمشريکي ښوولې او ټپیانو ته يي د ژر روغتیا هیله کړې ده.

د روسيې د امنیتي مسوولينو په خبره په ولګاګراد ښار کې د دوشنبې ورځې (۲۰۱۳ کال د دسمبر۳۰) په بمي چاودنه کې نزدې ۱۴ تنه مړه او ۲۸ نور ټپیان شول. تر دې یوه ورځ دمخه په همدغه ښار کې په يوه ځانمرګي بريد کي نزدې ۱۷کسان ووژل سول او تر۵۰ زيات ټپیان شول.

ولګاګراد د پلازمېني مسکو په جنوب ۶۵۰ کیلو مترۍ او د سوچي ښار چي په پلان کي ده د ۲۰۱۴کال د ژمي د المپیک لوبې پکښې ترسره شي په ۷۰۰ کیلومترۍ کی پروت دی.

میرمن هایدن په خپله رسمي بیانیه کې وویل چې امریکا د تروریزم پر ضد مبارزې په برخه کې د روسيې له خلکو سره همبستګي لري. په روسيه کې د تیرو ورځو بمي بریدونو په دغه هیواد کې د المپيک لوبو د امنیت په اړه اندیښنې را پورته کړې.

ټاکل شوې ده چې د ژمي د المپیک لوبي به په سوچي ښار کې د ۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ میاشتې له ۷ څخه تر ۲۳ پوري دوام و مومي. د دغه هیواد سیاسي مشرانو په ډیره ښه توګه د دغو سیالیو د ترسره کیدو په هکله تبلیغات کړي دي.

د ۲۰۱۴ کال د ژمي د المپيک لوبي د روسيې په لومړيتوبونو کي راحي

د ۲۰۱۴ کال د ژمي د المپيک لوبي د روسيې په لومړيتوبونو کي راحي

د ترورستي بریدونو د دوام په هکله خبرداری

د امریکا متحده ایالاتو خپلو هغو اتباعو ته چي غواړي د المپيک لوبو د ليدلو او پکښې د ګډون کوولو له پاره روسيې ته ولاړ سي سپارښتنه کړې ده چي احتیاط وکړي.

همدارنګه امریکا خپلو اتباعو ته په ځانګړې توګه د شمالي قفقاز په سیمه کې د احتمالي تروريستي بریدونو او یرغمل نيوونو په برخه کي خبر داری ورکړی دی. د قفقاز په شمال کې ياغي اسلامپاله ډلي له دولتې ځواکونو سره جنګيږي.

د اسلامپاله ډلو هدف په دغه سیمه کې د«اسلامي امارت» رامنځته کول دي. د قفقاز شمالي سیمه د سوچي ښار په ۱۶۰ کیلومترۍ کي پرته ده.

د روسيې سیاسي مشرانو په وار وار سره په ډیره ښه توګه د المپیک لوبو پر ترسره کولو باندي ټینګار کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالي ماري هارف، ويلې دي:«هغه شمیر امریکایان چې غواړي په المپيک لوبو کې ګډون وکړی په هر حالت کې باید خپل امنیت ته متوجه اوسي».

نوموړي ټینګار وکړ چې له څو میاشتو راهیسې د امریکا امنیتي چارواکې د ژمي د المپيک لوبو د امنیت په برخه کې له روسيي سره همکاري لري. د هغې په خبره د المپيک لوبو په هکله امنیتي ستونزي موجودي دي چې د هغو له جملي څخه به په روسيه کې د بمي بریدونو لړۍ هم دوام پیدا کړي.

مېرمن هارف زیاته کړه چې خوشحاله کوونکي، مثبت او حیرانونکي ورزشي پيښي په مخ کې لرو، خو هغه کسان چې په دغو لوبو کې د ګډون اراده لري باید خپل امنیت ته متوجه اوسي.