1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د المان ږغ راډيو د قدرمنو اوريدونکو د پام وړ

د حمل د مياشتي له ۷ نېټې څخه چي د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي د ۲۷ نېټې سره برابره ده د دويچه ويله المان ږغ راډيو د خپرونو په څپو کښي بدلون راځي.

default

تاسي کولای سي چي زموږ غرمنۍ خپروني چي د افغانستان په وخت د ۱۲ بجو او ۳۰ دقيقو څخه بيا تر يوې بجې او ۳۰ دقيقو پوري خپريږي په لنډو څپو ۱۶ ميتره بنډه ۱۷۷۱۰ کيلو سايکله او ۱۹ ميتره بنډه چي د ۱۵۶۴۰ کيلو سايکله سره په ثانيه کي سمون خوري واوری.

زموږ ماښامنۍ خپروني چي د ۶ بجو څخه تر ۷ بجو پوري دوام کوي په لنډو څپو ۱۶ ميتره بنډه ۱۷۶۵۰ کيلو سايکله، ۱۹ ميتره بنډه ۱۵۵۹۵ کيلو سايکله او ۲۲ ميتره بنډه چي د ۱۳۸۴۰ کيلو سايکله سره په ثانيه کښي سمون خوري د المان د اتحادي جمهوريت د بُن له ښاره واوری.

تاسي کولای سي چي زموږ دواړي خپروني د کابل د ښار او نږدې سيمو د پاره د FM پر څپه ۹۰،۵ هم واوری.

دغه راز زموږ دا خپروني د Asiasat 3S ، ALT. Bird 3 او Hotbird 8 سپوږمکيو له لاري هم واوری.

د دويچه ويله اداره.