د المان پوځي تجهیزات د دې هیواد په ښارونو کې استعمالیدای شي | دويچه ويله پښتو | DW | 18.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د المان پوځي تجهیزات د دې هیواد په ښارونو کې استعمالیدای شي

د المان د اساسي قانون محکمې پریکړه کړې ده چې د المان پوځ د هیواد په دننه کې د استثنایي حالاتو پر وخت له پوځي تجهیزاتو څخه کار اخیستلای شي. د المان د اساسي قانون محکمې د جمعې په ورځ دغه پریکړه کړې ده چې پوځونه یوازې د بیړني حالت په صورت کې په ایالتونو کې ځای پر ځای کیدای شي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۰۶م کال کې محکمې د دې برعکس پریکړه کړې وه.