1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د المان مرکزي پارلمان په نړيواله توگه د دين د آزادۍ غوښتنه وکړه

د شليمو وارديني د کلېسا زيات مسيحيان په عراق کي د گواښ سره مخامخ دي او له همدې وجې يو شمېر دغه مسيحان دې ته اړ سوي دي چي عراق پرېږدي.

د جرمني مرکزي پارلمان

د جرمني مرکزي پارلمان

د المان په مرکزي پارلمان بُنډسټاگ کي دغه يوه ډېره جدي مباحثه وه چي پکښي د عمومي غونډو په څېر د وينا کوونکو د وينا پر وخت ږغونه او د معمول نعرې نه وې.

په پارلمان کي پر دې بحث وسو چي ايا د المان پارلمان داسي يوه اعلاميه خپره کړي که نه چي پکښي په نړيواله توگه د دين مذهب د آزادۍ غوښتنه سوې وي.

د مېلمنو په څوکيو کي د مسيحي دين مهمه کسان ناست وه چي پکښي د بغداد د کلداني کاتوليکي کليسا اُسقف شلېمو وارديني هم شامله ؤ.

د شليمو وارديني د کلېسا زيات مسيحيان په عراق کي د گواښ سره مخامخ دي او له همدې وجې يو شمېر دغه مسيحان دې ته اړ سوي دي چي عراق پرېږدي.

د پارلماني بحث تر څنگ ښاغلي وارديني د هغه بريد کيسه وکړه چي د نوموړي پر کليسا د تر سره سوي بريد په هکله وه:

« په کليسا کي خلک په عبادت مشغوله وه چي اوه کسان راننوتل او کوچني ماشومان، ښځي، ځوانان او زاړه يې ووژل. ولي؟ ولي چي هغه عيسويان ول. کله چي دوی انسانان وژل نو يې په زوره د قرآن آيتونه ويل او د الله اکبر نعرې يې ويلې.»

د بغداد و اُسقف ته دعوت د المان د حکومتي گوندونو مسيحي ډيموکراټ او مسيحي سوسيال ډيموکراټ لخوا ورکول سوی ؤ. د بغداد د اُسقف په دعوتولو سره د المان د مسيحي گوندونو موخه دا وه چي د المان د پارلمان پام دغه حقيقت ته راواړوي چي څخه باندي 200 مليونه عيسويان پداسي هيوادونو کي اوسيږي چيري چي د دين آزادي وجود نه لري.

د دغو گوندونو په وينا له همدې وجې عيسويان د نړې تر ټولو ستره د لږکۍ ډله ده چي تر تعاقب لاندي ده. او پر همدغه ټکي په پارلمان کي آندونه بېل ول.

د المان د سوسيال ډيموکراټ گوند د بشري حقونو د څانگې وياند کريسټوف شټرېسر بيا غوښتنه وکړه چي بايد يوازي د مسيحيانو نه بلکه په مجموع کي د هر هغه چا د حقونو لپاره کار وسي چي د خپلې عقيدې پر اساس تر تعاقب لاندي کيږي.

نوموړي پدې ترځ کي په اېران کي د بهايي دين د 7 مشرانو سره د ايراني حکومت د ناوړه وضعيت بېلگه وړاندي کړه:

« دوی د 2008 م مېلادي کال د مارچ د مياشتي راهيسي زندانيان دي چي زياته دغه موده يې د تهران به بدنامه اوين زندان کي په تجريدي يا يوازي بند کي تېره کړېده. دوی شل مياشتي بېله کوم رسمي تور بندي کړل سول او د روان کال په جون کي د يو څو ورځو د محکمې په ترځ کي بېله کوم ثبوته او بېلکه دې چي د عدالت اصول په پام کي ونيول سي په شل کلني بند محکوم کړل سول.»

د المان د بهايي دين پېرويان هم د پارلمان د بحث پر وخت د مېلمنو په چوکيو کي ناست ول. د المان د زرغون گوند غړي فولکر بېک به خپل وار وويل چي د بهايي دين پېرويان په مصر کي هم تر تعاقب لاندي دي او هغه پداسي حال کي چي لوېديځه نړۍ د مصر ملاتړې ده.

د زرغون گوند سره تړاو درلودونکي يوه بل استازي ټام کيونيگ بيا د المان پر حالاتو خبري وکړې. نوموړي د المان د ميونسټر پوهنتون د نظر پوښتنې نقل قول راوړی چي په المان کي د بېلابيلو دينونو په وړاندي د زغم په هکله وه:

« د المان تر نيمايي څخه زيات وگړي اوس پدې آند دي چي بايد په المان کي هر دين ته يو شان ته حقونه ورنه کول سي. د بېلگي په توگه 42 فيصده المانيان وايي چي بايد په المان کي د اسلام د دين پر عملي کېدلو محدوديتونه ولگول سي. هر څلورو کي درې الماني وگړي په المان کي د مسجد جوړولو پر ضد دي. دغه شمېر د سويس په پرتله ډېر جگ دی.»

د المان د کيڼ گوند استازي راجو شرما په خپل وار وويل چي په المان کي د عيسوي مذهبو سره د نورو دينونو په پرتله ښه امتيازي وضعيت کيږي.

کله چي د اعلاميې لپاره رايې واچولې سولې نو د المان کيڼ گوند ورته منفي رايې ورکړې او د المان سوسيال ډيموکراټ گوند تر زياتې کچې هيڅ خپلې رايې استعمال نه کړلې.

د المان زرغون گوند تر مخه ويلي وه چي يوازي هغه وخت به د اعلاميې په حق کي رايې ورکړي که يې متن داسي بدل سي چي پکښي په څرگنده توگه د غېر عيسويانو د تعاقب غندنه سوې وي. خو وروسته دغه گوند تر خپلې غوښتنې تېر سو او د دغې اعلاميې په حق کي يې رايې واچولې. دغه اعلاميه پدې ډول په لوی اکثريت سره ومنل سول چي له مخي يې د المان مرکزي پارلمان په نړۍ واله توگه د دين آزادي وغوښتله.

شټُټڅله/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل