1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د المان د بيا يوالي شل کاله وروسته

د آلمان تر يووالي شل کاله وروسته په تېره بيا اقتصادي توپيرونه د ختيځ او لويديځ ځوانان سره بېلوي. پرته له دې دواړه ډلې ورته نظرونه سره لري.

default

د اودر سيند ته پروت فرانکفورت: دغه ښار په جغرافيايي لحاظ بېخي په ختيځ کې موقعيت لري. دغه ښار د پولنډ پولې ته څېرمه پروت دی.

د لويديځ آلمان ډېر اوسېدونکي دغه موقعيت سمدستي بې روزګارۍ او اقتصادي سقوط پورې تړي. خو د کارل ليبکنېشت د ليسې زده کونکي دغه ډول قضاوتونه بې ځايه بولي.

«کله چې کوم څوک زموږ په اړه يو خبر خپروي، نو يوازې د بې روزګارۍ او يا ښي اړخه ډلو په هکله خبرې کيږي.» دغه خبره اوه لس کلن فلوريان هوندرتمارک کوي. «ځکه نو لويديځوال د فرانکفورت په هکله ښه تصور نه لري.»

فلوريان له اته لس کلنې کېته او شپاړس کلن يورن سره يو ځای د اودر سيند غاړې ته ولاړ دی. دغه ځوانان ټول د ليسې لوړو صنفونو ته ځي. بلې غاړې ته د پولنډ سلوبيچه نومی ښارګوټی پروت دی. يو دم د مارين کليسا ضربه وهل کيږي. يورن وايي: «اصلا دلته ډېر ښه امکانات موجود دي. خو بيا هم خلک له دې ځايه کډې وړي.»

څه کم ۳۰۰۰۰ انسانانو فرانکفورت پرې ايښی دی

Dossier Tag der deutschen Einheit 3. Oktober 2010 Berliner Mauer Teil 1

کله چې د فرانکفورت اودر ځوانان د آلمان د يووالي او يا هم د لويديځ آلمان په باره کې فکر کوي، نو خبره په سياست او يا تاريخ پورې نه وي، بلکې هغوی د کار د بازار په اړه سره ګډ وي.

د بې روزګارۍ کچه په ختيځ آلمان کې يولس اشعاريه پنځه فيصدو ته رسېدلې ده او په دې ترتيب د لويديځ آلمان په پرتله کابو دوه برابره لوړه ده. په ۱۹۹۰ م کال کې ۸۸۰۰۰ انسانانو په فرانکفورت کې ژوند کاوه.

له يووالي شل کاله وروسته اوس تقريبا ۳۰۰۰۰ انسانان له دغه ښاره وتلي دي. داسې ښايي چې کېته، يورن او فلوريان به هم لويديځ آلمان ته مخه کوي. فلوريان غواړي چې د موټرو د جوړولو په برخه کې لوړې زده کړې وکي، او دی وايي چې دغه کار يوازې په لويديځ کې کېدای شي. «خو په اصل کې غواړم چې په دې شاوخوا کې پاته شم.»

د آلمان تر يووالي شل کاله وروسته په تېره بيا اقتصادي توپيرونه د ختيځ او لويديځ ځوانان سره بېلوي. پرته له دې دواړه ډلې ورته نظرونه سره لري:

«زموږ په آلمان کې بېلوالی نشته.» دغه څرګندونه يورن کوي. »تر اوسه لا په ذهنونو کې د يو غځېدلي دېوال په اړه خبرې کيږي، خو زه فکر کوم چې دغه خبرې هم ورو ورو کميږي.» د ليسې دغه ټول زده کونکي آلمان د يو واحد دولت په توګه پېژني. هغوی د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ م کالونو په منځ کې زېږېدلي دي.

ختيځ او لويديځ آلمان سره ډېر ورته دي

Serie Deutsche Einheit - Osten in Demografie-Falle

که د هغوی د خوښې موزيک ډلې وي، د سپورت کلب وي، او يا د مالورکا په ټاپو کې د رخصتيو تېرول: د ځوانانو کتلور د آلماني زلميانو او پېغلو په برخه کې سره ډېر ورته دی. دغه خبره د اينفراتېست انستيتوت څېړونکی توماس ګېنزيکه هم تاييدوي.

دی زياتوي چې که د ختيځ او لويديځ تر منځ انسانان د نسلونو تر منځ سره مقايسه شي، نو «ځوانان هغه ډله تشکيلوي چې تر ټولو زيات ورته والی سره لري.» نوموړی څېړونکی د ختيځ آلمان په ماګده بورګ کې نړۍ ته راغلی دی او له يووالي وروسته يې لويديځ آلمان ته کډه يووړه. د ده خپله د ژوند کيسه د ده د څېړنو اصلي مقصد ګرځېدلی دی.

د ورته والي سره سره لا توپيرونه هم د ګېنزيکه په وينا موجود دي. د ختيځ آلمان ځوانان د سياسي نظام په وړاندې نسبتا ډېر شکمن دي. »کله چې له ځوانانو څخه وپوښتو چې آيا دموکراسي پياوړې او اغېزمنه ده که څنګه، نو د ختيځ آلمان اوسېدونکي د اصلاحاتو غوښتونکي وي.» د سياسي نظام په اړه دغسې څرګندونې د آلمان اتحادي جمهوريت پورې هم صدق کوي ځکه چې دغه نطام په ختيځ کې لا نسبتا نوی دی.

خوشاله يو چې يووالی رامنځته شوی دی

Helmut Kohl winkt bei einer Wahlkampfveranstaltung

خو آيا دغه انتقادي دريځ دا معنی لري چې هغوی دغسې يو دولت نه مني؟ د ليبکنېشت ليسې زده کونکي وايي چې نه. «موږ خوشاله يو چې يووالی رامنځته شوی دی.» دغه خبره اينکا سوريس کوي چې د دولسم صنف زده کونکې ده. «په ختيځ آلمان کې پخوا آزادۍ محدودې وې، مثلا له هېواده د وتلو په برخه کې آزادي موجوده نه وه.»

ختيځ، لويديځ، ختيځوال، لويديځوال، د ډېر ورته والي تر څنګ دغه کليمې هم لا ډېرې استعماليږي. د مثال په ډول ځينې زده کونکي د نورو په اړه ټوکې کوي، چې د آلمان له يووالي وروسته له لويديځ څخه فرانکفورت ته راغلي دي.

دوه کاله مخکې د تبديلۍ د يو پروګرام د لارې کېته په فرانکفورت کې دوه هلکان وليدل چې له بايرن او هېسن آيالتونو څخه راغلي ول. کېته وايي: «هغوی پوهېدل چې فرنکفورت اودر چېرته موقعيت لري او زه بېخي هېښ حيرانه وم.»

بنيامين هامر/ نسيم صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل