1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د الجزاير پوځ زندانيان شکنجه کوي

پرهر چا چې په الجزايرکې د تروريست گمان وشي، بايد له ناوړه چلند اوشکنجوسره حساب وکړي او مخصوصاً که بيا د پوځي جاسوسي ادارې )ډي آر اس( په لاس ورشي. د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې )امنستي انټرنيشنل( په مرکزلندن کې د الجزايرمتخصصه اوټا » سايمن « نيوکه کوي او وايي: » مگرنړيواله ټولنه لدې نه سترگې پټوي، ځکه چې الجزايرپه اصطلاح » د نړيوال تروريزم پرضدجگړه« کې مهم رول لوبوي.

default

که چيرته آلمان هغه وگړي چې د شکنجه کيدوگواښ ورته کيږي، د الجزايرامنيتي اداروته تسليم کړي، نودابه له نړيوال قانون څخه يوه څرگنده سرغړونه وي. «

اوټا » سايمن « چې د ) امنستي انټرنيشنل ( د » نامحدود قدرت: د الجزاير د پوځي امنيت د ټولنې لخوا شکنجه « نومي راپورليکونکې ده، تأکيدکوی چې » هغه معلومات چې په الجزايرکې د وهلوټکولواوشکنجو په واسطه ترلاسه کيږي، بايد، نه په الجزايرکې دننه او نه هم په بهرنيوهيوادونوکې، په محکموکې استعمال شي. «

د شکنجو وحشيانه ډولونه
د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې ) امنستي انټرنيشنل ( د څيړنوله مخې، د الجزايرپوځي جاسوسي اداره ) ډي آر اس ( چې » د تروريزم پرضدجگړه « کې تخصص لري، له کلونوکلونوراهيسې په پوځي قشلوکې گڼ شميرپټ زندانونه لري. پدغوزندانونوکې زندانيان اکثراً، پرته لدې چې له زندان څخه بهرله چاسره اړيکي ولري، په مياشتومياشتوساتل کيږي. هغوۍ وهل کيږي، برقي شوکونه ورکول کيږي او د ککړواوبو، ميتازو يا کيمياوي مايعاتو څښلوته مجبورکيږي.