1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د اقلیم بدلیدو ډیر افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي دي

دوه کاله کیږي چې په کابل کې واوره نه ده اورېدلې. افغانان سږ کال سخت د واوري اوریدو په تمه دي ځکه هغوی اندیښنه لري چې د واورې له نه اوریدو سره ښايي په افغانستان کې آن یاغیان لا پیاوړي شي.

له تاریخي لحاظه د کابل ډیر کم داسې ژمي تیر شوې چې پکښې ښه واوره نه ده شوې. دغه ښار د سمندر له کچې ۱۵۰۰ متره لوړ او د هندوکش غرونو تر څنګ جوړ شوی دی. ځایي اوسیدونکي یو ډیر مشهور متل لري چې وايي: «کابل دې بې زرو شي نه بې واورې!»

خو د اقلیم له بدلون سره، ښايي کابل د بې واورې کیدو پر لور روان وي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرامونو د ادارې کارپوه محمد سلیم، وایي: «په ټول هیواد کې، په تیره لسیزه کې یا خو سیلابونه شوي او یا هم وچکالي راغلې ده.»

هغه زیاتوي: «که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ښايي وچکالي په یوه نوي نورمال حالت باندي بدل شي.»

په ۲۰۱۲م کال کې افغانستان د هغو هیوادونو په نوملړ کې راغلی وو چې د اقلیم د بدلون تر سختې اغیزې لاندې راتلای شي. همدا په مراکش کې د ملګرو ملتونو د یوه کنفرانس د بحث موضوع ده.

په افغانستان کې سړی د نړیوالې تودوخې یا د ځمکې د تودیدو مستقیمې اغیزې احساسولای شي.

د افغانستان د ۸۰ سلنه اوسیدونکو اقتصاد پر زراعت باندې ولاړ دی. افغان بزګر د خپلو کروندو د اوبولو په موخه په غرونو کي د ويلي کيدونکو واورو پر اوبو باندي اتکا کوي. سلیم وایي چې د وروستیو اقلیمي بدلونو له کبله د افغانستان یوازې لس سلنه برخه د کرهڼي وړ ده.

د افغانستان د چاپیریال ساتني ادارې مرستیال کاظم همایون، وایي چې دا موضوع د افغانستان د کلیو اوسیدونکي له ډیر سخت وضعیت سره مخامخ کړي دي. هغه وایي: «که هغوی له خپلو کروندو څخه څه ترلاسه نه کړي، نو هغوی به له یاغیانو سره یوځای شي.»

هغه زیاتوي: «د داسې یوه هیواد په توګه چې سمندر ته لار نه لري، د اقلیم بدلون د افغانستان له پاره یوه ډیره لویه ستونزه ده.»

همایون وايي چې د افغانستان جغرافيا داسې نه ده چې د باران اوبه زیرمه کړي، له دې کبله د واورې له کمیدو سره وچکالي هم رامنځته کیږي: «وچکالي او د ځمکې خرابیدل له ترهګرۍ سره مرسته کولای شي. دا ټولنیز نظم خرابوي.»

په وروستیو کلونو کې طالبانو خپله جګړه له سویلي ولایتونو څخه د افغانستان نورو برخو ته هم غځولې ده. تیر کال طالبانو په ژمي کې هم خپلې جګړې ته دوام ورکړ دا په داسې حال کې ده چې په نورو کلونو کې به دغې ډلې په ژمي کې د هوا د سړېدو له کبله، خپل عملیات کمول.

په افغانستان کې له۱۹۹۰م لسیزې له نیمایي څخه وچکالۍ رامنځ ته کیږي او د بامیانو په څیر ډیرو ولایتونو ته سخت تاوان رسولی دی.

د افغانستان د زراعتي پروژو مشر سید داود موسوي، وايي: «کله چې زه ماشوم وم، زما په یادیږي چې بامیانو ته سفر د واورو له کبله ممکن نه وو. خلکو به یوازې پر خرو باندې سفر کاوه. خو په تیرو درو کلونو کې سړکونه تل پرانیستي وي، څاه ګان وچ شوې دي او دا یوه ډېره لویه ستونزه ده.»

خو داسې ښکاري چې د افغان بزګرو ستونزي سږ کال هم پای ته و نه رسیږي، ځکه ۲۰۱۶م کال ښایي تر ټولو تود کال وي. د «خوراکي توکو د کمښت په اړه د وختي خبرداري ورکوونکي سیستم» په حواله چې د امریکا متحده ایالات له خوا تمویلیږي، سږ کال ښايي په افغانستان کې مناسب او مناسبې کچې لږ باران وشي. په دې هیواد کې د بارانونو فصل په اکتوبر میاشت کې پیلیږي او بیا تر می میاشتې پورې دوام کوي.

د افغانستان د کرهڼي وزارت مرستیال شاکر مجیدي، وايي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د دې سبب کیږي چې کال تر بلې د واورې اندازه کمه شي چې له کبله یې د بزګرو له پاره ژوند لا پسې سختیږي.

هغه زیاتوي: «دغه بدلونونه د دې لامل شوي دي چې ډیری بزګر د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي. لا تر اوسه پورې د دې کال د هوا په اړه څه نه شي ویل کیدای خو هیله لرو چې په کافي اندازه واوره او باران وشي.»

نور مطالب:

DW.COM