1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغان پوليسو د تري تم سوو تجهيزاتو په اړه څېړني پيل سوي

افغان دولت د هغو ګنګوسو په اړه پلټني کوي چي وايي د کورنيو چارو وزارت د پوليسو له قراررګاوو څخه ګڼ شمير وسلي او موټر تري تم سوي دي.

د پلټونو دپاره د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته پلاوی استول سوی دی

د پلټونو دپاره د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته پلاوی استول سوی دی

دغه رپوټونه د لومړي ځل لپاره تيره اونۍ د کورنيو رسنيو لاس ته ولويدل.

نا سپين سوي رپوټونه کاږي چي له وسله والو طالبانو سره په جګړو کي د پوليس ځواک هومره تجهيزات او موټر له مينځه ندي تللي په کوم شمير کي چي د پوليسو سيمه ايزو قوماندانانو يي د ويجاړيدو او د دښمن لاس ته د لويدو رپوټونه ورکړي دي.

په تيرو څو کلونو کي د آلمان او امريکي له لوري په لسګونو زره ميله سپکه او درنه وسله او همدا راز په زرهاوو عرادې واړه او غټ موټر د افغان پوليسو په واک کي ورکړل سوي دي.

په پولنډ کي جوړ سوي کلاشينکوفونه، روسۍ زغري، فلوکس واګن آلماني ګاډي او رينجر او همفي امريکايي موټر د افغان پوليسو له لوري کارول کيږي.

د پوليسو يو شمير دغه تجهيزات په ريښتيا هم د دولت ضد زور پالو لاس ته لويدلي او هغوی ترينه کار اخلي. خو د کورنيو چارو وزارت له لوري پيل سوي اوسني تحقيق دا ښيي چي سيمه ايزو پوليس قوماندانو مرکز ته يو شمير نا سم راپورونه هم مخابره کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت نطاق زمري بشري وايي: « يو پلاوی د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته استول سوی، او دنده ورکړل سوې تر څو د پوليسو ټول تجهيزات، وسايل او وسايط چي پوليسو ته ورکړل سوي هغه وڅيړي چي د هغو ليستونو سره مطابقت لري چي په مرکز کي موجود دي که څنګه.»

د کورنيو چارو وزارت مشرتابه په ولايتونو کي د پوليسو له مرکزونو او چوڼيو د حکومتي تجهيزاتو د لادرکۍ په اړه په داسي حال کي انديښمن ښکاري چي ملګرو ملتونو تيره اونۍ د افغان پوليسو په اړه د يوې سروي نتايج خپاره کړل.

په دغه ارزونه کي تر ډيره بريده د پوليسو پر کړنو نيوکي سوي وې.

خو د کورنيو چارو وزارت وايي چي په دي ورستيو کي يي د پوليس ځواک د کړنو د څار لپاره يو پروګرام تر لاس لاندي نيولی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل