1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

"د افغان مېرمنو لاس ته راوړني به پر ځای وي"

امریکايي چارواکې وایې افغان مېرمنو په تیرو لسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هیڅ داسي جریان ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی لاس ته راوړني له خاورو سره خاوري کړې او یا یې له خطر سره مخامخ کړي.

Salma Sharifi, Pressebüro der amerikanischen Botschaft in Kabul. Foto: Mirwais Jalalzai aus Kabul. Alle Rechte gehören der DW.

Salma Sharifi Pressebüro der amerikanischen Botschaft in Kabul

د بشري حقوقو د څار سازمان د افغانستان د څانګې شنونکې (Heather Bar) څه موده دمخه افغان کورنیو رسنیو ته ویلي ول چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت په هېواد کې د تېرو نږدې ١١ کلونو لاسته راوړني له منځه ولاړي شي.

په کابل کې د امریکا سفارت د مطبوعاتي څانګي غړې سلما شریفي له دویچه ویله سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان په تېرو ١١ کلونو کې په بېلابېلو برخو کي په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري.

د هغې په خبره، په تېرو يوولسو کلونو کې د روغتيايي خدمتونو ښه کیدل، د روغتيايي مرکزونو زياتېدل، د ښځو د مړيني د کچې کموالى، د ښوونځيو ډېروالى، په ښوونځيو کې د نجونو زياتوالى له عمده پرمختګونو څخه دي.

د میرمن شریفي په وینا د امریکا متحده ایالتونه له افغان نجونو او میرمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دغه مرستي به نه یوازي چې کمي نه شي بلکې ډیروالی به هم ومومي:

سلما شريفي او په کابل کی د دويچه ويله خبريال ميرويس جلالزی

سلما شريفي او په کابل کی د دويچه ويله خبريال ميرويس جلالزی

«په تیرو لسونو کلونو کي ډير پرمختګونه شوي دي، دیرش سلنه د ټولو زده کونکو نجوني دي، دولس کاله مخکي دا امکان نه وو، په پوهنتونو کې هم دا لاس ته راوړني ویني، په بلخ پوهنتون کي ۴۵ سلنه محصلني دي، د افغانستان په امریکايی پوهنتون کي دیرش سلنه محصلني دي او دا به۵۰ سلنه ته لوړي کړو او زما په اند په راتلونکي کي په دغه برخه کې د پرمختګ شونتیا لا ډیره ده.»

د سفارت د دغې چارواکې په خبره چې دوی له افغان دولت سره په ګډه داسي پروژي پلي کړي او يا یي تر لاس لاندي دي، چې د افغانانو په ژوند کې یې روښانه بیلګي لیدلای شو.

هغه وایي: «په تیرو لسو کلونو کې مو۱۸۰۰ نرس قابلو ته زده کړي ورکړي او اغیزې یي د روغتیا په برخه کي وینو، له ۲۰۰۱ کال مخکې د مور او ماشوم د مړیني کچه د زیږون پر مهال د نړۍ په کچه تر ټولو هیوادونو لوړه وه خو اوس دا کچه ۱۶ سلنه د ماشومانو د زیږون پر مهال لږه شوې او د ۵ کلونو عمر لاندي ماشومانو د مړیني کچه کي ۲۳ سلنه کم والی راغلی دی چې دا یوه لویه لاس ته راوړنه ده چي وبه یي ساتو.»

که له یوه لوري د امریکا دولت له افغانستان سره د اوږد مهالو مرستو ډاډ ورکوی له بل لوري افغانان له دغه هیواد څخه غواړي چې د خپلو مرستو د دوام ترڅنګ دي له دوي سره په پوځي، بنسټيزو، اقتصادي، روغتيايي، پوهني او ښځو په برخه کې هم خپلي مرستې نه کموي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي له افغانستان سره د نړيوالي ټولني مرستې بايد لږه تر لږه تر راتلونکو ۱۵ کلونو پورې په همدې ډول ادامه ولري.