1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د افغان عسکرو سره انډيوالي سخته ده

د المان ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ وايي چي ددغه ډول پيښو لکه په بغلان کي چي وسول بايد مخنيوی وسي. خو خبره داده چي بېله يو ځای کاره څخه د مسوليت د انتقال عملي کیدل سخت دي.

دا د هغو درو تنو الماني عسکرو مړي دي چي يو افغان عسکر په بغلان کي ووژل

دا د هغو درو تنو الماني عسکرو مړي دي چي يو افغان عسکر په بغلان کي ووژل

پدې وروستيو کي د الماني عسکرو د ماموريت په سيمه کي نسبتاً کراري وه. خو اوس يو افغان عسکر پر الماني عسکرو باندي تر خونړي بريد وروسته وضعيت بل ډول دی.

د افغانستان د ملي ارردو يو عسکر د شنبې په ورځ په غير منتظره توګه پر الماني عسکرو باندي ډزې وکړې ، درې تنه يې ووژل او څو تنه نور يې هم ټپيان کړل.

دا پيښه د الماني عسکرو له قشلې دباندي د بغلان په ولايت کي سوې ده. مخکي دا معلومه نه ول چي دا رشتيا هم يو افغان عسکر او که يا يو تن د عسکرو کالي اغوستي ول.

خو اوس معلومه سول چي دا افغان عسکر و او د الماني پوځيانو سره د قشلې څخه د باندی په گزمه وتلی و. کله چي د گزمې څخه بيرته راگرځېدلي د قشلې په دروازه کي افغان سرتيري پر الماني عسکرو ډزي پيل کړې او څو تنه يې ووژل.

د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ له دې څخه اخطار ورکړی، چي ددې پيښي له امله له افغاني عسکرو سره د ملګرتيا د کړۍ جوړول تر پوښتني لاندي راوستل سي.

« سړي بايد ددغه ډول پيښو د مخنوي لپاره هرڅه چي يې له لاسه کيږي وکړي. خو زموږ په نظر، دا ددې لپاره چي د مسوليت انتقال عملي سي يوازنۍ سمه لاره ده.

د المان پوځ ددې طرحي په عملي کولو باندي تير کال پيل وکړ. په لومړي سرکي دا ګډ کار ډير ورو ؤ. ځکه چي لکه هغسي چي الماني عسکرو شکايت کاوو د انډيوالۍ لپاره يي انډيوالان نه درلوده او افغاني عسکرو انډيوالي نه ورسره کوله.

خو پدې حالت کي پدې وروستيو مياشتوکي ښکاره ښه والی راغلی وو. د افغانستان په شمالي سيمو کي په مجموعي ډول امنيتي وضعه هم بهتره سوي ول . کتونکي د وضعي د بهتريدلو علت هلته د امريکايي عسکرو حضور بولي.

پدې ډول طالبان نور په کندز کي کوم ځای ترکنترول لاندي نه لري. خو دا چي دوی لکه د پخوا په شان هلته خطر پيښوي د هغو ګوزارونو څخه معلوميږي لکه د دوشنبې په ورځ چي يې تر سره کړی او شاوخوا ۳۱ تنه کسان يې پکښي ووژل.

کونستر/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل