1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

«د افغان حکومت ستونزه د غني او عبدالله بېل علايق دي»

داسي ښکاري چي د افغانستان د ملي وحدت په حکومت کي دي ستونزي وي. که څه هم غني او عبدالله د واک د وېش پر سره يوې موافقې ته سره رسېدلي دي خو بيا هم داسي ښکاري چي ستونزي دي ورځ تر بلي ډېريږي.

په افغانستان کي نا امنۍ ورځ تر بلي ډېريږي. له فساد سره مبارزه کمزورې ده. تر اوسه کابينه نه ده جوړه سوې او دغه هيواد چي له خپلو مخالفانو سره په جنگ اخته دی تر اوسه حتی د دفاع وزير نه لري.

د برلين د «علم او سياست بنياد» د سياسي علومو کارپوه فيلپ مونش د افغانستان د ملي وحدت حکومت فعاليتونه له دويچه ويله سره په يوه مرکه کي تحليل کړي دي.

دویچه ویله: ښاغلی مونش، اوس حتی د پارلمان ځیني وکیلان له دواړو مشرانو غنی او عبدالله د استعفأ غوښتنه کوي، دا ولي؟

مونش: اصلي علت یې د غني اوعبدالله د علاقه مندیو تر منځ تفاوت دی. د ملي یووالي په حکومت کي دوې سیاسي جبهې نماینگي لري. دوی مجبوره دي چي د حکومتي پوستونو پر نسبتاً مساوي تقسیم باندي سره یو سي. خو بیا پارلمان هم په موضوع کي ورگډیږي او د دوی له خوا پیشنهاد سوي هر یوه وزیر ته باید جلا جلا رایي ورکړي. ځیني وکیلان کوښښ کوي چي په دغسي معامله کي د ځان او گوندي ملگرو له پاره په وزاتونو کي چوکیاني په لاس راوړي. په دې ډول نو ډیر اړخونه غواړي چي په قدرت کي گډون ولري.

فيليپ مونش: غني او عبدالله په اخر کي يو بل ته سره تيريږي

فيليپ مونش: غني او عبدالله په اخر کي يو بل ته سره تيريږي



دویچه ویله: په افغانستان کي د خویش خوری سیاست څنگه پر مخ ځي؟

مونش: په حقیقت کي یو بل ته د محتاجیدلو مناسبات په ټوله جامعه کي موجود دي. هغه د یوې کورنۍ څخه شروع کیږي، چي مشر پکښې د ویلو حق لري، د کلي تر مشرانو پوري رسیږي. هغوی بیا پر سیاست باندي اغېزه لري او د روابطو له لاري د هغوی نفوذ د ولایت تر سطحي پوري رسیږي. دا هغه شخصي مناسبات دي چي پر عنعناتو او رسم و راجو باندي متکي دي. خو تر ټولو مغلق جوړښتونه اتنيکي او قومي ګروپونو دي.

دویچه ویله: د غني او عبدالله په علاقه مندیو کي واقعاً څه تفاوت موجود دی؟

مونش: دواړه پر خپلو پلویانو او رایه ورکونکي باندي تړلي دي او غواړي چي خپلي انتخاباتي وعدې پوره کړي. ځکه نو دا پوښتنه رامنځ ته کيږي چي ایا واقعاً د دواړو تر منځ یو اختلاف موجود دی او که دواړه د خویش خورۍ د سیات بندیان دي. د هر یوه پلویان هغوی تهدیدوي، چي نور به رايي ورنه کړي او همکاري به ورسره و نه کړي. خو زه د هغوی په منځ کي ډیر تفاوت نه وینم. په اوس وخت کي داسي معلومیږي، لکه عبدالله چي په نسبتا لږ صلاحيت او کښته رول قناعت کړی وي.

دویچه ویله: حکومت له کومو چلنجونو سره مخامخ دی؟

مونش: نړيواله ټولنه تر ټولو دمخه د اختلاس او اداري فساد د مبارزې غوښتنه کوي. خو دا ډیر مشکل کار دی، چي که سړی په داسي یوه سیسټم کي کار کوي، چي پر شخصي مناسباتو دي ولاړ وي او د مختلفو اړخونو دي په غیر مستقیم ډول غمخواري وسي چي که څه هم هغوی په مقابل کي څه نه ورکوي. خو که د دغو مناسباتو پروا ونه سي، نو دا امکان هم لري چي د حکومت ملاتړ له منځه ولاړ سي او سیاسي بې ثباتي رامنځته سي.

دا چي اوس ځیني قومندانان د اسلامی دولت ډلي سره د یوځای کېدو خبره کوي، زیادتره د ياغيانو په منځ کي مختلف فراکسیونونه دي. خو د دغو رپوټونو خپرولو ته باید د حکومتي استازو د هغو کوښښونو په سترگه هم وکتل سي چي غواړي د نړۍ په سطح د توجه وړ وگرزي او په دې ډول کومکونه هم په لاس راوړي. له بلي خوا پخواني مجاهدین او جنگسالاران چي په دې وروستیو وختونو کي په قدرت کي لږ برخه ورکول سوې ده، د اسلامي دولت ډلي د راتگ دلایل د دې له پاره راوړي چي دوی باید په حکومت کی شامل سي.

دویچه ویله: ایا په راتلونکې کي د ملي یووالي حکومت د پاتېدو چانس سته؟

مونش: زما شخصي اټکل دا دی چي بلاخره به هغوی سره یو سي. دا کار په افغانستان کي ډیر دوام کوي، خو په اخره کي ذیدخل اړخونه بیرته سره جوړیږي. ټوله له دې سره علاقه مندي لري چي حکومت ادمه پیدا کړي. دا د نړیوالي ټولني له خوا د پیسو ورکولو شرط دی.