1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

د افغاني ماشومانو د بشري حقونو وضعيت تر بل هر وخت خراب دی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د کابل د سيمه ايز دفتر له سرپرست، شمس الله احمد زي سره مرکه...

د يونيسف د وينا له مخي د افغان ماشومانو د بشري حقونو وضعيت تر بل هر وخت پوري ډير ناخوال او بد ورګي ښودل شوي.

د يونيسف د وينا له مخي د افغان ماشومانو د بشري حقونو وضعيت تر بل هر وخت پوري ډير ناخوال او بد ورګي ښودل شوي.

دويچه ويلي: په داسي حال کي چی د ماشومانو د حقوقو د خوندي ساتني لپاره د ملګرو ملتو د منشور شلمه کاليزه لملانځل کيږي، د يونيسف د وينا له مخي د افغان ماشومانو د بشري حقونو وضعيت تر بل هر وخت پوري ډير ناخوال او بد ورګي ښودل شوي، ستاسو معلومات څه وايي:

احمد زی:تاسو ته بهتره معلومه ده په هغو ټولنو کي چي امينت سل په سلو کي خوندي نه وي او د قانون واکمني موجوده نه وي، په داسي ټولني کي د ځينو لاملونو له امله، ټول وګړي «آسيب پذيره» وي، په خاصه توکه ماشومان او ښځي. زمونږ په اکثرو سيمو کي ماشومان له بنسټيزو حقونو لکه د ښووني حق، څخه بي برخي دي، د ښونځيو دروازي تړل شوي دي، ماشومان د دي پر ځاي چي په زده کړو بوخت شي، د جګړي په شرايطو کي ژوند کوي. هلته چي امينت نه وي، په خاصه توګه ماشومان د روغتيا د درلودلو له حق څخه بي برخي دي، هغه يو حق چي هر ماشوم ورته سخته اړتيا لري. هلته چي قانون واکمن نه وي، د ماشومانو د حقونو خوندي ساتل په هيڅ صورت سره ممکن نه دي. له بده مرغه په افغانستان کي اوس دغسي يو حالت موجود دی. د دغو شرايطو منفي اغيزي د ټولني په آسيب پذيرو پرګنو لکه ماشومانو او ښځو، باندي ډيري زياتي دي.

دويچه ويلي: دغه معلومات چي تاسي راکړل، ټول صحيح دي، مونږ منوو، اوس خبره دا ده چي د ماشومانو پر خلاف تيري نه يواځي د تولني په سطح ليدل کيږي، بلکه په کورنيو کي هم شته دي، ستاسو په نظر د دي وجه څه ده.

احمد زی:د ماشومانو په وړاندي تاو تريخوالي له بده مرغه له کوره نيولي تر محيط، تر مکتب پوري ليدل کيږي،حتي په مکتب کي، چيرته چي د ښووني او روزني ځای دي. د دغه ناورين اساسي وجه، اصلا په افغانستان کي نا پوهي دده. په دي هيواد کي د پوهي سطح ډيره ټيټه ده، اصلا کورني د ماشومانو د حقونو، د ماشومانو ټولنيز موقف په هکله معلومات نه لري. هغوي اصلا په دي نه پوهيږي چي د ماشومانو پر خلاف له تاو تريخوالي څخه کار اخيستل، د هغوي پر روزنی د هغوی په روحي وضعي باندي ناوړه اغيزي لري. دا په يو داسي ټولنی لکه افغانستان يو عادي حالت دی. په دي ټولنه کي ماشومان نه يواځي د زدکړي له نعمت څخه بي برخي دي، بلکه هغوی د لويانو په شان ثقيلو کارونو ته مجبوريږي . ځینی د خپلو کورني مجبوريتونو له امله، چيرته چي نارينه غړي نه وي، نو د کورني نارینه ماشوم کار کولو ته مجبوريږي، که څه هم دا د ماشوم روغتیا ته تاوان رسوي.

دويچه ويلي: په تيرو اتو کلونو کي له افغاسنتان سره نړيوالي مرستي زياتي وشوي او لا کيږي، د لويديځو هيوادنو له خوا مرستي شوي ، تر څو د ښځو او ماشومانو حقونه خوندي وساتل شي، هغو ته وده ورکړاي شي او پالنه يي وشي، ولي دغه مرستي پر ځاي نه دي لګول شوي؟

احمد زی. تاسو ته معلومه ده، کله چي په افغانستان کي موقته اداره جوړه شوه، اساسي قانون جوړ او نافذ شو، منتخب رژيم رامنځ ته شو، د ماشومانو او ښځو په وضعيت کي البته يو ځه مثبت بدلون رامنح ته شو، ولي زمونږ په تولنه کي د ناخوالو پيمانه دومره زياته ده چي اصلا دغه مثبت بدلون محسوس نه دي.

د موقتي اداري د جوړيدو را په دي خوا په ښارونو کي تعليمي شرايط ښه شول، هلته ډير کسان د ښووني له نعمت خخه برخه من شوي دي، خو په ځينو نورو سيمو، لکه په جنوب کی، چيرته چي امينت نه شته، دولت ونه توانيد چي د افغاسنتان په ټولو ساحو کي دولتي واکمني تينګه کړي، نو ځکه دغه ماشومان، د نړيوالي ټولني د مرستو سره سره، له خپلو حقونو بي برخي پاتي شول.

دويچه ويلي: ستاسو کميسیون په ټوليزه توګه تر اوسه پوری د ماشومانو د حقونو د ساتني لپآره څه کړي دي؟

احمدزی:د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسیون د ماشومانو په وړاندي او د ښځو په وړاندي چي د ټولني آسيب پذير قشرونه دي، تر ټولو زياته پاملرنه کري ده. دغه کميسيون يوه ځانګړي ځانګه لري چي د ماشومانو د حقونو د ساتني لپآره کار کوي. دغه کميسیون په ټولو ولاياتو کي مرکزونه لري او هر مرکز کي دغسي يو ځانکه فعاله ده. مونږ د دغو مرکزونو له لاری د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتني لپآره مشخص دريځ لرو. د بيلګي په توګه په يو مشخصه برخه کي، د بشري حقونو خپلواک کميسيون دولت څخه ژمنه واخيسته چي د ماشومانو له خوا په جرمنو کي ځانګړي پاملرنه وکړي. مثلا که چيري يو ماشوم د کوم جنايي جرم مرتکب شي، هغه بايد له لويانو سره په زندان کي وا نه اچول شي، هغه څه چي پخوا دا کار کيده او دا د ماشومانو د آسيب پذيري لامل ګرځيده. کميسیون د خپلو حقوقو څانکو په مرسته دولت دي ته واړه چي په ټولو ولاياتو کي په اصطلاح د ماشومانو لپاره د زندان پر ځاي « اصلاحي مرکزونه » جوړ کړي، چي د جرم په صورت کي ماشوم په دغه ډول يو مرکز کي تر روزني لاندي ونيول شي. هغه بايد زندان ته وا نه استول شي.

دا د بشري حقونو يوه ستره لاس ته راوړنه ده.

دويچه ويلي: تاسو وويل چي په کابل او ولاياتو کي نمايندګي او مرکزونه لري، که چيري يو ماشوم باندي تيري وشي، د هغه حقوق پښو لاندي شي، په ټولنه يا په کور کي، هغه څرنګه کولاي شي چي خپل شکايت په دغو مرکزونو کی وړاندي کړي؟

احمد زی: د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون ، د اساسي قانون له مخي، دراوزه د ټولو خلکو پر مخ پرانيستي ده. هر څوک کولاي شي چي خپل شکايت وړاندي کړي، يا د خپلو بشري حقونو د بي برخي کيدو په صورت کي، دغه کميسیون ته مراجعه وکړي.

خو په داسي مواردو، لکه په ماشوم باندي جنسي تيري، د بشري حقونو خپلواک کميسيون د هري لاري او وسيلي چي معلومات تر لاسه کړي، چي پر ماشوم باندي جنسي تيري شوي دی، بي له ځنډه د دولت له کشفي ارګانونو سره په تماس کيږي. مونږ همدا اوس په لوګر ولايت کي دغسي ورته يوه پيښه لرو چي يو ماشوم باندي جنسي تيري شوي دي، مونږ هغو نهادو سره چي د افغانانو د بشري حقونو په ساتنه کي کار کوي، په ګډه دا موضوع وڅيړله. ما پرون ( د دوشنبي د ليندي دوهمه ) شخصا د ستري محکمي د جزاء د ديوان له مشر سره وليدل اود دي مشخصی موضوع په هکله مي ورسره خبري وکړي او هغوی ډاډ راکړ چي دوي به د جنسي تيري کونکي يا فاعل قضيه تر پلټني لاندي نيسي او ډير ژر به د هغه په هکله د قانون له مخي فيصله صادريږي او د قانون له مخي به سزا ويني.

مونږ په داسي مواردو کي چي جنسي تيري شوي دي، د دولت کشفي او څارني ارګانونه خبر کړي او له هغو څخه مو د قضيو د څارني او تحقیقاتو د نتايجو غوښتنه کړي ده. هغه کسان چي د جنسي تيريو قربانيان دي، له هغو ساتنه کوو او هغه چي تيري کونکي دی د هغوی لپاره د سزا غوښتنه کوو. دا د بشري حقونو د خپلواک کميسيون دريځ دي.

مرکه کونکی/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل