1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د وتلو بحث لانجمن سوی

د آلمان د پوځ د صنفي اتحاديي مشر ډګروال Kirsch وايي که ماموريت دا وي چي افغان امنيتي ځواکونه داسي و روزل سي، چي امنيتي مسووليت په خپله غاړه واخلي، نو د 2011 کال پای د افغانستانه د وتلو پيل يو خوب او خيال دی.

د آلمان د پوځ د صنفي اتحاديي مشر ډګروال Kirsch

د آلمان د پوځ د صنفي اتحاديي مشر ډګروال Kirsch

د آلمان د پوځ صنفي اتحادي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د ايستلو لپاره د يوي «غيرمعقولي» نيټي د ټاکلو پر ضد خبرداري ورکړي دي.

د هغي اتحاديي مشر ډګروال Ulrich Kirsch د پنجښنبي په ورځ په بن کي وويل چي داسي ښکاري «د نړيوال امنیتی مرستندوي ځواک آيساف په چوکاټ کي د آلمان د پوځي ماموريت په بحث کي سياسي ګوندونه تر زياتي کچي خپلي ګوندي ګټي په پام کي نيسي.»

ډګروال Kirsch وويل: «هر سرتيري غواړي چي په افغانستان کي جګړه پاي ته ورسيږي او ډير ژر بيرته خپل وطن ته ستانه شي.» خو هغه يادونه يي وکړه: « د عمل په ډګر کي زمونږ نارينه او ښځينه سرتيري له نوموړي هيواد څخه د وتلو په هکله روان بحثونه له واقعيتونو سره بيګانه ګڼي.»

د آلمان د پوځ د فدرال صنفي اتحاديه هغه يوه ټولنه ده چي د دغه هيواد د سرتيرو له حقونو څخه دفاع کوي. د هغي اتحاديي مشر وويل: « آلماني سرتيري د عمل په ډګر کي ويني چي افغان امنيتی ځواکونه لا تراوسه چمتو شوي نه دي چي وکړاي شي، د خپل هيواد امنیتی مسووليت په غاړه واخلي.»

هغه په څرګندو الفاظ وويل: « که چيري ماموريت دا وي چي رښتيا هم افغان امنيتی ځواکونه هسي جوړ شي چي وکړاي شي مسووليت خپله په غاړه واخلي، نو د 2011 کال پاي له افغانستان څخه د وتلو د پيل نيټه يواځي يو خوب دي او خيال.»

هغي صنفي اتحاديي د آلمان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د المان د ملي پوځ په اختيار کي د اړتيا وړ وسايل کيږدي ترڅو وکړاي شي چي خپل ماموريت هسي ترسره کړي چي تري غوښتنه کيږي.

هغه وويل:« تر ټولو مهمه خبره دا ده چي په عملياتو کي د يوه ګمارل شوي سرتيري د خدمت موده هيڅکله له څلور مياشتو زياته اوږده نه شي.

ډګروال Kirsch زياته کړه:« کله چي له دغي مودي څخه د ګمارل شوو سرتيرو شمير په سلو کي 50 زياتيږي، بيا دي نو سياست تعجب نه کوي جي زمونږ سرتيري د ماموريت څخه وروسته د رواني ناروغيو تر فشارونو لاندي ځوريږي.»

د آلمان حکومت د تيري چهار شنبي په ورځ پريکړه وکړه چي د افغانستان پوځي ماموريت د يو بل کال لپاره اوږد کړي. په دغي پريکړه کي چي د جنوري په 28 د آلمان پارلمان پري بحث کوي، د لومړي ځل لپاره دا خبره څرګنده شوه چي د «عيني شرايطو په پام کي نيولو سره به آلماني سرتيري د روان ميلادي کال په پاي کي له افغانستان څخه په وتلو پيل کوي.

د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر